کابل؛ د خوندي لاسرسي کمېټې د همغږۍ غونډه ترسره شوه

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۵:۳۱
K

چهارشنبه، ۲۱ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د سکرتر جنرال د عملیاتي مرستیال مولوي روح الله عبدالسلام په مشرۍ د افغاني سرې میاشتې، د سره صلیب نړیوالې کمېټې، د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون، د ناروې او ډنمارک سره صلیبونو د استازو په ګډون د خوندي لاسرسي کمېټې د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په غونډه کې د افغاني سرې میاشتې د قانون د تصویب، د کارکوونکو د پېژندپاڼو د معیاري کولو، د یونیفورم د لارښود، د بحراني نشراتو د معیاري عملیاتي کړنلارې، د ادارې د بېلابېلو ریاستونو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ د پیاوړتیا، د خوندي لاسرسي د اصولو د اغېزمن پلي کېدو، د ملي ټولنې له نوم او نښان څخه د ناوړه ګټې اخیستنې د مخنیوي او د عامه پوهاوي د پروګرامونو د پراختیا په اړه بحث او د نظر تبادله وشوه.

د غونډې په پای کې د سکرتر جنرال عملیاتي مرستیال د خوندي لاسرسي کمېټې د پخوانیو پرېکړو د عملي کېدو پر اهمیت ټینګار وکړ او له اړوندو مسؤولینو یې وغوښتل، چې د همغږۍ او ټاکل شوي مهالویش له مخې خپلې دندې ترسره کړي، څو د خوندي لاسرسي پروګرامونه په اغېزمنه توګه عملي شي.

د خوندي لاسرسي پروګرام موخه دا ده، چې د افغاني سرې میاشتې کارکوونکي وکولای شي د بشري اصولو په رڼا کې زیانمنو او اړمنو خلکو ته په خوندي او بې‌طرفه ډول خدمتونه ورسوي.

افغاني سره میاشت د خپلو کورنیو او نړیوالو کاري شریکانو په همکارۍ هڅه کوي، چې د خوندي لاسرسي اصول پیاوړي، اداري همغږي لا اغېزمنه او د بشري فعالیتونو لپاره خوندي او باوري کاري چاپېریال رامنځته کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۵:۴۷
Background image

کندز؛ ۲۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۲ میلیونه او ۶۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

چهارشنبه، ۲۱ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندز ښار په بېلابېلو ناحیو کې ۲۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۲ میلیونه او ۶۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.

یاده مرسته د ملي ټولنو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۵:۳۱
Background image

کابل؛ د خوندي لاسرسي کمېټې د همغږۍ غونډه ترسره شوه

چهارشنبه، ۲۱ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د سکرتر جنرال د عملیاتي مرستیال مولوي روح الله عبدالسلام په مشرۍ د افغاني سرې میاشتې، د سره صلیب نړیوالې کمېټې، د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۵:۲۸
Background image

کابل؛ افغانستان نړیوال بانک د نورستان سېلاب ‌ځپلو لپاره افغاني سرې میاشتې ته ۴۳۰ کمپلې وسپارلې

چهارشنبه، ۲۱ صفر ۱۴۴۸ 

د افغانستان نړیوال بانک د نورستان ولایت د وروستیو سېلابونو له امله د زیانمنو شویو کورنیو د ملاتړ په موخه افغاني سرې میاشتې ټولنې ته ۴۳۰ کمپلې وسپارلې. 

دغه. . .

BACK TO NEWS