کابل؛ افغاني سرې مياشتې او د مسکو سره صلیب د بشري همکاریو د پراختیا پر دوام ټینګار وکړ

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۵:۲۴
K

پنجشنبه، ۲٠ ربیع‌الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور، د مسکو د سره صلیب له مشر پاول ساوچوک او مل پلاوي سره په کابل کې د دواړو ادارو ترمنځ د همغږۍ، بشري همکاریو او مرستو د پراختیا په اړه وکتل.

په دې کتنه کې ښاغلي دلاور د افغاني سرې میاشتې د بشري او روغتیايي خدمتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل، چې دغه اداره د طبیعي پېښو له امله له زیانمنو شویو، اړمنو او له ګاونډیو هېوادونو راستنو شویو کورنیو د ملاتړ ترڅنګ، د بې‌ سرپرسته او اړمنو کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره د حرفوي زده‌ کړو پروګرامونه هم پلي کوي.

نوموړي زیاته کړه، چې افغاني سره میاشت په ټول هېواد کې د ۲۱۷ ثابتو کلینیکونو او ګرځنده روغتیايي ټیمونو له لارې روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي او د قلبي روغتون له لارې د زړه سوري لرونکو ماشومانو د درملنې او عملیاتو ترڅنګ، په اوو سیمه‌ ییزو زونونو کې د رواني ناروغانو د درملنې او پاملرنې خدمتونه هم پر مخ وړي.

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس د یادو خدمتونو د لا پراختیا لپاره د دواړو ادارو ترمنځ همغږي او د همکاريو دوام مهم وباله .

له بل لوري د مسکو د سره صلیب مشر د افغاني سرې میاشتې بشري فعالیتونه وستایل او د اړیکو او همکاریو د دوام ژمنه يې وکړه. نوموړي همدارنګه د دواړو ادارو ترمنځ د رضاکارانو د روزنې او د تجربو د شریکولو په برخو کې پر لا زیاتو همکاریو او همغږۍ ټينګار وکړ.

ښاغلي ساوچوک په روسیه کې مېشتو افغانانو او اړمنو کورنیو ته د بشري مرستو او ملاتړ په برخه کې د دواړو ادارو ترمنځ د همغږۍ کچې پر لوړولو تاکيد وکړ.

د کتنې په پای کې دواړو لوریو د بشري خدمتونو د پراختیا، اړمنو خلکو ته د لا اغېزمن ملاتړ او د افغاني سرې مياشتې او مسکو سره صلیب ترمنځ د اړیکو او همکاریو د پیاوړتیا پر دوام ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۷:۲۴
Background image

لغمان؛ ۴۰ زده کوونکي له ښوونیز مرکز فارغ شول

یکشنبه، ۲۳ ربیع الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د لغمان ولایت د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۴۰ تنه زده کوونکي د انګلیسي او کمپیوټر په برخو کې د شپږ میاشتنیو زده کړو تر. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۶:۴۰
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې مرکزي روغتون کې د شونډو او تالو چاود لرونکو ناروغانو وړیا جراحي عملیات پیل شول

يکشنبه، ٢٣ ربيع الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي روغتون کې د دې ادارې په همکارۍ د بنګله‌دېش د «المرکز الاسلامي» د متخصص روغتیايي ټیم له لوري د شونډې او تالو چاود لرونکو ماشومانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۶:۳۲
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې او نړیوال فدراسیون ترمنځ د بشري همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وشوې

یکشنبه، ۲۳ ربیع‌الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور په مرکزي دفتر کې په افغانستان کې د ملي ټولنو د نړیوال فدراسیون له مشر ښاغلي حسام فیصل سره. . .

BACK TO NEWS