په کابل کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۱۰۰ کورنۍ له مرستو برخه مندې شوې!

Website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۹/۱۱ - ۹:۵۰
١٠٠ خانواده بی بضاعت از مساعدت جمعیت هلال احمرافغانی مستفید شدند!

نن د روان ۱۴۰۰ هجري لمريز کال د لېندۍ پر ۱۰مه نېټه د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست رييس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص له لوري د اسیا لپاره د فدرېشن رییس ښاغلي الکساندر او د مرکزي دفتر یو شمېر رییسانو په شتون کې د کابل ښار له ۱۰۰ بېوزله کورنیو سره دوه میاشتنۍ خوراکي توکي (۱۰۰ کیلو اوړه، ۴۹ کیلو وریژې، ۲۰ لېټره غوړي، ۱۴ کیلو لوبیا، ۲ کيلو چای، ۱۰ کیلو بوره او ۲ پاکټه بسکټ) د سرې میاشتې د کابل نماینده ګۍ په انګړ کې ووېشل شول.

د سرې میاشتې عمومي سرپرست رییس مولوي مطيع الحق خالص د یادو خوراکي توکو د وېش پر مهال وویل، چې "مونږ نن سلو بېوزله کورنیو سره چې کونډې او بېوسه کسان په کې شامل دي؛ د نړیوال فدرېشن په مرسته د دوه میاشتنيو خوراکي توکو مرسته کوو او د نړیوال فدرېشن له همکارۍ څخه مننه کوو".

د اسیا نړیوال فدرېشن مشر ښاغلي الکساندر وویل، چې "په هر هېواد کې ملي ټولنې خپلې دندې پېژني او خپل بشرپال خدمات وړاندې کوي او نړېوال فدرېشن له دوی سره مرستې کوې، مونږ نن له ۱۰۰ بېوزله کورنیو سره د مرستو شاهدان یو او ډېر ژر به له نورو بېوزلو کورنیو سره هم د سرې مېاشتې له لارې مرستې ترسره کړو".

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۰/۱۱/۲ - ۱۴:۱۵
Background image

هرات کې د افغاني سرې میاشتې له لوري له ۵۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

د افغاني سرې میاشتې له لوري روانه اونې د هرات ولایت په پښتون زرغون ولسوالۍ کې ۵۰۰ وچکالۍ ځپلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه. په یاده مرسته کې ۵۰ کیلو اوړه، ۲۴.۵ کیلو وریژې، ۱۰ لیت. . .

شنبه ۱۴۰۰/۱۱/۲ - ۱۳:۵۹
Background image

سمنګان کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۶۴۰ کورنیو ته مرسته وویشل شوه

نن د جمعې په ورځ د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د سلواغې پر لومړۍ نېټه د افغاني سرې میاشتې له لوري د سمنګان ولایت د مرکز ایبک اړوند د جوی زندان، صوفي کلا، اجمیلي، منګتاش، حسن خېل، ګل قشلاق او. . .

BACK TO NEWS