په وردګو ولایت کې له «٦٧» بې ځایه شویو کورنیو سره د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرسته!
د افغاني سرې میاشتې ټولنې د وردګو څانګې له لورې د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د غبرګولي پر ٣٠ نیټه د یاد ولایت په مرکز میدان ښار کېله ”٦٧“ بې ځایه شویو کورنیو سره د څلور قلمه خوراکي توکو: ( وریژې، غوړي، لوبیا او بوره) مرسته وشوه.