په خوست ولایت کې له باران اوسیلاب ځپلو سره څلور قلمه د خوراکي توکو مرسته وشوه
نن دوشنبه د محرم د میاشتې پر ۱۶مه، د افغاني سرې میاشتې له لوري د خوست ولایت په صبریو او نادرشاه کوټ ولسوالیو کې د سختو ورښتونو او طوفانونو له امله له ۳ زیانمنو شویو کورنیو سره د ۴ قلمه غیر خوراکي توکومرسته ترسره شوه، چې هرې کورنۍ ته ۵ کمپلې، ۱ ترپال، ۱ د پخلنځي سیټ او دوه د اوبو بوشکې ورکړل شوې.