په تیرو څلور ویشت ساعتونو کې د افغاني سرې میاشتې فعالیتونه:

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۳ - ۱۴:۲۶
وړیا کورس

تېرو ۲۴ ساعتونو کې د سرې میاشتې د فعالیتونو خبرونه:

کابل:
*  افغاني سرې میاشتې ته د اتصالات مخابراتي شرکت له لوري د ننګرهار ولایت د سېلاب ځپلو د لاسنيوي او مرستې په موخه ۲ ميلیونه افغانۍ نغدي مرسته وسپارل شوه.

*  د سوري زړه په رنځ اخته ۲۳ تنه ماشومان ۴ کورنیو روغتونونو ته د درملنې او عملیات په موخه ور وپېژندل شول.

پنجشېر:
*  د مرکز په ګډون په مختلفو ولسوالیو کې له ۲۳ سېلاب ځپلو کورنیو سره د ۴ قلمه غیر خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.

*  شتل ولسوالۍ کې ۲۰ تنو رضاکارانو ته د لومړنیو روغتیایي مرستو دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد.

سمنګان:
ښوونیز مرکز کې د انګلیسي برخې له ۱۰ تنو زده کوونکو څخه آزموینه واخیستل شوه.

پروان:
د کوه صافي او سیاه ګرد ولسواليو په مختلفو کلیو کې د سختو ورښتونو له امله له ۲۰ زیانمنو شویو کورنیو سره د مرستې په موخه سروې پای ته ورسېده.

بغلان:
د یوه ګرځنده روغتیایي ټیم او ۲ ثابتو کلینیکونو پر مټ په تېرو ۳۰ ورځو کې ۱۶۳۹۶ تنه ناروغانو ته روغتیایي خدمات ترسره شوي.

خوست:
د ځاځي میدان ولسوالۍ په ګورګورې کلي کې د رضاکارانو ۲۰ کسیزې کمېټې ته د لومړنیو روغتیایي مرستو دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۲۰:۲
Background image

نورستان کې له اړمنو کورنيو سره څه د پاسه دوه میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وشوه

چهارشنبه، ۱۲ صَفَر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري په نورستان ولایت کې له ۸۰  بېرونیو مشمولینو ( اړمنو او سوالګرو) کورنیو سره د شپږو میاشتو لپاره د دوه ميليونه او درې سوه شپږ اویا زره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۶:۳۱
Background image

د افغاني سرې میاشتې مشرتابه، د تېز ذهن لرونکی افغان ماشوم وستایه

چهارشنبه، ۱۲ صَفَر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د سمیع الله په نوم د تیز ذهن لرونکی هغه ماشوم وستایه، چې د «کالکیولېټر» په نوم د خپلو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۵:۲۶
Background image

د ظرفیتونو لوړتیا؛ ۴۰ تنه کارکوونکي د ظرفيت لوړونې له لنډ مهاله پروګرام فارغ شول

چهارشنبه، ۱۲ صَفَر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې مرکزي دفتر کې د سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب‌الدین دلاور، د نوموړي مرستیال ښاغلي حافظ عزیزالرحمن، د پوهنې وزارت استازي ښاغلي مولوي. . .

BACK TO NEWS