په تیرو څلور ویشتو ساعتونو کې د افغاني سرې میاشتې خبرونه
تېرو ۲۴ ساعتونو کې د سرې میاشتې د فعالیتونو خبرونه:
کابل:
* د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شـ.ـيـ.ـخ الحـ.ـ.ـديث شـ.ـ.ـهـاب الـ.ـ.ـدين دلاور او مرستیال یې په افغانستان کې د اسلامي همکاریو د سازمان له سفیر ښاغلي دوکتور محمد سعید العیاش او مل پلاوي سره تعارفي ناسته وکړه.
* افغاني سرې میاشتې ته د اندونیزیا هېواد له لوري د نړیوال فدراسیون په همکارۍ په افغانستان کې د هرات ولایت د زلزله ځپلو او د وروستيو طبیعي پېښو له امله د زیانمنو شویو هېوادوالو د لاسنیوي په موخه پنځوس ټنه مرسته وسپارل شوه.
هرات:
د ګلران ولسوالۍ په مختلفو کلیو کې له ۱۶۴ زلزله ځپلو کورنیو سره د کورونو د جوړولو په موخه په دوهم پړاو کې په ټولیزه توګه شل میلیونه دوه سوه څلور پنځوس زره افغانۍ (۲۰،۲۵۴،۰۰۰) نغدي مرسته ترسره شوه.
فراه:
د روغتیایي کارکوونکو پر مټ په تېرو ۳۰ ورځو کې ۸۲۴۴ تنو ناروغانو ته روغتیایي خدمات وړاندې شوي.
بغلان:
بُرکې ولسوالۍ کې له ۱۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره په ټولیزه توګه ۸۱،۰۰۰ افغانۍ نغدي مرسته ترسره شوه.
ننګرهار:
د جلال آباد ښار اړوند سیمو او د بټي کوټ په ولسوالۍ کې له ۵۰۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره د مرستې په موخه سروې پای ته ورسېده.