په بلخ ولايت کې د بې سرپرسته کونډو لپاره د خياطۍ او ګلدوزۍ د زده کړو ښوونيز مرکزونه پرانستل شول!

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۴ - ۱۵:۱
خبرونه

په بلخ ولايت کې د بې سرپرسته کونډو لپاره د خياطۍ او ګلدوزۍ د زده کړو ښوونيز مرکزونه پرانستل شول!

نن سه شنبه د جمادي الآخر د میاشتې پر ۲٢مه، د افغاني سرې میاشتې له لوري د بلخ ولايت د مرکز اړوند په بېلابېلو ناحيو  کې د بې سرپرسته کونډو د ځان بسياينې  په موخه د خياطۍ او ګلدوزۍ د زده کړو نهه ښوونيز مرکزونه پرانستل شول.
 د قطر د سرې مياشتې په مالي ملاتړ به په يادو ښوونيزو مرکزونو کې ١٠٠ بې سرپرسته کونډو ته د خياطۍ او ګلدوزۍ برخه کې د درې مياشتنيو  زده کړو زمينه برابره شي چې د خياطۍ د زده کړې هرې کورنۍ ته به ۲۶ قلمه او د ګلدوزۍ د زده کړې ترلاسه کولو هرې بې سرپرسته کورنۍ ته ۱۴ قلمه توکي وسپارل شي.
ياده دې وي چې د خياطۍ او ګلدوزۍ اړوند توکو ټول لګښت شاوخوا يو ميليون  دوه سوه شل زره افغانۍ کېږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۸ - ۱۸:۳
Background image

پکتیکا؛ پر ۲۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ۲.۱ میلیون افغانۍ ووېشل شوې

شنبه، ۱۰ شوال ۱۴۴۷

افغاني سرې میاشتې د پکتیکا ولایت د سروبي ولسوالۍ پر ۲۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ۲.۱ میلیون افغانۍ ووېشلې.

دا مرسته د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو او انساني همدردۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۸ - ۱۷:۴۷
Background image

هلمند کې له ۹ سېلاب ځپلو کورنیو سره بېړنۍ مرسته وشوه

شنبه، ۱۰ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هلمند ولایت د باباجي ولسوالۍ په فشاري برمې سیمه کې له ۹ سېلاب ځپلو کورنیو سره بېړنۍ مرسته وشوه.

په مرسته کې هرې کورنۍ ته د بېړني ملاتړ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۸ - ۱۴:۲۸
Background image

فراه؛ د نږدې ۱۹.۳ میلیونه افغانیو په لګښت د افغاني سرې میاشتې نوې ودانۍ پرانیستل شوه

شنبه، ۱۰ شوال ۱۴۴۷

فراه ولایت کې د افغاني سرې میاشتې نمایندګۍ د ریاست نوې اداري ودانۍ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې رسماً پرانیستل شوه.

په یادو مراسمو کې د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس. . .

BACK TO NEWS