په افغاني سرې میاشت کې خالي بستونو ته څلورمه ازموینه واخیستل شوه!

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۹/۳ - ۸:۴۵
دور چهارم امتحان بست های خالی جمعیت هلال احمر افغانی اخذ گردید!

د سرې میاشتې د عمومي رییس د لارښوونې پر بنسټ نن د ۱۴۰۰ لمریز کال د لیندۍ پر لومړۍ نېټه د دوشنبې په ورځ د سرې میاشتې اړوند د خالي بستونو لپاره له نوماندانو او هغو پخوانیو کارکوونکو څخه تحریري او تقریري ازموینه د ټاکل شوي کمیسیون له لوري واخیستل شوه، چې غواړي خپل اوسني بستونه تبدیل کړي او یا په سره میاشت کې دنده وکړي. په ټاکل شوي کمیسیون کې په ملاتړیزو چارو کې د جنرال سکرتر مرستیال محترم الحاج محمد طیب یوسفزي، د کورنۍ پلټنې رییس مولوي محمد نسیم احمدي، د بشري سرچینو رییس محترم نورالحق یوسفي، د سرې میاشتې د مطبوعاتو امر او ویاند محترم نور اغا صاحبزاده او د بشري سرچینو د ریاست اجرایوي مدیر محمد راوید اعظمي ګډون درلود.

یاده ازموینه چې د خپرونو او اطلاعاتو د ریاست په تالار کې واخیستل شوه؛ په کې ( ۶۸) تنو ګډون کړی وو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۰:۲
Background image

ننګرهار؛ د زرګونو ناروغانو روغتيايي ستونزو ته رسېدنه شوې

دوشنبه، ۵ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د ننګرهار ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۳۷۸۸۵ تنو ناروغانو ته د معاینې، لازمو درملو د ورکړې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۷:۱
Background image

لوګر؛ ۲۴ سېلاب ځپلو کورنیو ته د غیر خوراکي توکو مرسته ورکړل شوه

یکشنبه، ۴ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ د ذاهد آباد په سیمه کې ۲۴ سېلاب ځپلو کورنیو ته د غیر خوراکي توکو مرسته ورکړل شوه.

د دغې مرستې له مخې، هرې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۰:۸
Background image

Uruzgan: Comprehensive Health Services Provided to Thousands of Patients

Saturday, July 19, 2026

 

Over the past 30 days, medical staff of the ARCS have provided healthcare services to 2,045 patients across various districts and villages of Uruzgan. . .

BACK TO NEWS