هرات کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۶۰۰ نورو اړمنو کورنیو ته مرسته وویشل شوه!

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۰/۱۰/۱۸ - ۱۵:۱۲
هرات کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۶۰۰ نورو اړمنو کورنیو ته مرسته وویشل شوه!

نن د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د مرغومي پر ۱۶مه د هرات ولایت په لسمه او څوارلسمه ناحیه کې ۶۰۰ اړمنو او وچکالۍ ځپلو کورنیو ته د افغاني سرې میاشتې له لوري د خوراکي توکو او ژمنۍ البسې مرسته وویشل شوه.

په یاده مرسته کې ۵۰ کیلو اوړه، ۲۴.۵ کیلو وریژې، ۱۰ لیتره غوړي، ۷ کیلو لوبیا، ۵ کیلو بوره،۱ کیلو شین چای، ۲ کیلو مالګه، یو بي پي ۵ بیسکوټ، ۷ جوړه جرابې، ۶ جمپرونه، یو ښځینه شال، یو جوړ بوټان او دستکشې شامل دي.

روانه اونۍ په هرات ولایت کې ۶۰۰ نورو اړمنو کورنیو سره هم د افغاني سرې میاشتې له لوري د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته شوې وه.

 

هرات کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۶۰۰ نورو اړمنو کورنیو ته مرسته وویشل شوه!

 

هرات کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۶۰۰ نورو اړمنو کورنیو ته مرسته وویشل شوه!

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۱۰:۱۳
Background image

هرات؛ تېره یوه میاشت کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې

پنجشنبه، ۶ ربیع الأول ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د هرات ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۱۶۹۷۳ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۴:۴۲
Background image

کابل؛ ۲۱ راستنې شوې کورنۍ د ۲۲۰ زره او ۵۰۰ افغانیو له نغدي مرستې برخمنې شوې

چهارشنبه، ۵ ربیع الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې ۲۱ راستنې شوې کډوالې کورنۍ د ۲۲۰ زره او ۵۰۰ افغانیو له نغدي مرستې برخمنې شوې.

دغه مرسته د ملي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۸:۲۴
Background image

کندهار؛ ۴۰۰ اړمنو مېرمنو ته ۴ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

سې‌ شنبه، ۴ ربیع الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندهار ښار د نهمې ناحیې په سیمه کې ۴۰۰ اړمنو مېرمنو ته د نغدي مرستو د څلورم پړاو په ترڅ کې ۴ میلیونه افغانۍ ووېشل شوې.

یاده. . .

BACK TO NEWS