هرات؛ ۱۱۱ راستنو شویو کورنیو ته ۲۲۲ اوزې ووېشل شوې
یکشنبه، ۲۷ جمادی الأولی ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې له لوري د ډنمارک او اتریش د سرو صلیبونو او د اتریش د پراختیايي ادارې په مالي ملاتړ، د هرات ولایت په رباط سنګي، زنده جان، ګذرې او انجیل ولسوالیو کې ۱۱۱ راستنو شویو کورنیو ته ۲۲۲ اوزې ووېشل شوې.
د دې مرستې له مخې، هرې کورنۍ ته دوه اوزې او د ښې ساتنې په موخه یې د اړتیا وړ خوراکي توکي ورکړل شول، چې ټوليز لګښت يې ۲ میلیونه او ۷۷۵ زره افغانۍ کېږي.
همداراز، د اوزو د وېش پر مهال ټولې اوزې له حیواني ناروغیو څخه د مخنیوي په موخه واکسین هم شوې.
د یادې مرستې موخه د راستنو شویو کورنیو د معیشت بیا رغونه، د عاید سرچینو پیاوړتیا او د اوزو د روزنې له لارې د هغوی د اقتصادي ځان بسیاینې لپاره د زمینې برابرول دي.
افغاني سره میاشت د معیشتي مرستو له لارې د راستنو شویو کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا، د عاید د دوامدارو سرچینو د رامنځته کولو او د هغوی د ځان بسیاینې لپاره هڅې کوي.
