نیمروز کې زرګونو ناروغانو ته پراخ روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي
شنبه، ۲۰ ذوالحجه ١۴۴٧
د افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د نیمروز ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۱۹۲۴ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې، ټپونو د پانسمان، واکسینونو د تطبیق، خوارځواکۍ، له زېږون وړاندې او وروسته د اړینو روغتیايي مشورو او کورني پلان د تنظیم ترڅنګ ۴۵۲۴ ناروغانو ته د لازمو روغتیايي مشورو وړاندې کولو برخه کې خدمتونه ترسره کړي دي.
