نورستان کې د افغاني سرې میاشتې له لوري له ۹۰۰ بېوزلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته پیل شوه!

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۶ - ۲۰:۳۲
آغاز روند مساعدت برای ۹۰۰ خانواده از جانب جمعيت هلال احمر افغاني در ولایت نورستان!

نن د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د مرغومي پر ۶مه د نورستان ولایت په مرکز پارون او اړوندو سیمو کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري ۹۰۰ بېوزله کورنیو ته د خوراکي توکو مرسته پیل شوه.

یاده مرسته چې د ترکیې هېواد د سرې میاشتې له لوري شوې ده؛ په کې ۲۰ کیلو اوړه، ۱۰ کیلو وریژې او ۱۰ لیتره غوړي دي. له یاد شمېر کورنیو څخه نن د مرکز پارون په داشټوی کلي کې ۷۱ کورنیو ته په نورستان ولایت کې د افغاني سرې میاشتې د رییس مولوي نور احمد خان حیدرزي په شتون کې مرسته وویشل شوه او پاتې نورو ۸۲۹ بېوزلو کورنیو ته به په راتلونکو ورځو کې وویشل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۰:۲
Background image

ننګرهار؛ د زرګونو ناروغانو روغتيايي ستونزو ته رسېدنه شوې

دوشنبه، ۵ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د ننګرهار ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۳۷۸۸۵ تنو ناروغانو ته د معاینې، لازمو درملو د ورکړې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۷:۱
Background image

لوګر؛ ۲۴ سېلاب ځپلو کورنیو ته د غیر خوراکي توکو مرسته ورکړل شوه

یکشنبه، ۴ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ د ذاهد آباد په سیمه کې ۲۴ سېلاب ځپلو کورنیو ته د غیر خوراکي توکو مرسته ورکړل شوه.

د دغې مرستې له مخې، هرې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۰:۸
Background image

Uruzgan: Comprehensive Health Services Provided to Thousands of Patients

Saturday, July 19, 2026

 

Over the past 30 days, medical staff of the ARCS have provided healthcare services to 2,045 patients across various districts and villages of Uruzgan. . .

BACK TO NEWS