نورستان ولایت کې د اورلګېدنې له امله له زیانمنو شویو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ترسره شوه!

نورستان ولایت کې د اورلګېدنې له امله له زیانمنو شویو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ترسره شوه!
نن چهارشنبه د ذو القعدې د میاشتې پر ۱۶مه، د افغاني سرې میاشتې له لوري د نورستان ولایت د دو آب ولسوالۍ په نیلاب ده بالا کلي کې د اورلګېدنې له امله له ۶ زیانمنو شویو کورنیو سره ۴ قلمه د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ترسره شوه، چې هرې کورنۍ ته ۶ کمپلې، ۱ سیټ د پخلنځي توکي، ۲ کیلو شین چای او ۱ ترپال ورکړل شو.
همدا راز د یادو کورنیو له جملې له ۴ کورنیو سره د ۴ خېمو مرسته هم ترسره شوه.