نورستان ولایت کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۶۰۰ اړمنو کورنیو ته مرسته وویشل شوه!

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۱/۱۲ - ۱۵:۳۴
مساعدت جمعیت هلال احمر افغانی در ولایت نورستان!

د نورستان ولایت په کامدیش ولسوالۍ کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۶۰۰ سطلاب ځپلو کورنیو سره د روان ۱۴۰۰ کال د سلواغې له ۹مې تر مې نېټې پورې د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وشوه.

یاده مرسته د نړیوال فدراسیون له لوري چمتو شوې وه، چې په کې ۵۰ کیلو اوړه، ۲۵ کیلو وریژې، ۱۰ لیتره غوړي، ۷ کیلو لوبیا، ۵ کیلو بوره، ۱ کیلو شین چای، ۲ کیلو مالګه، ۱ ډبی BP۵ بسکوټ، ۲ ترپالونه، ۷ کمپلې،۱عدد د پخلنځي سېټ، او یوه بکسه روغتیایي توکي شامل وو چې د افغاني سرې میاشتې تولنې د ختیځ زون رییس میا حفيظ الدین قمري، د نورستان د سرې میاشتې رییس محترم نوراحمد حیدرزي او یوشمیر مرکزي او ولایتي کارکونکو به شتون کي وویشل شول.

د یادونې وړ ده چی یادې مرستې د سلواغې په ۹ مه ۲۰۰ کورنیو ته ، د سلواغې په ۱۰ هم ۲۰۰ کورنیو ته اوهمدا راز د سلواغې پر ۱۱مه ۲۰۰ کورنیو ته په وېش سره پای ته ورسیده.

 

مساعدت جمعیت هلال احمر افغانی در ولایت نورستان!

 

مساعدت جمعیت هلال احمر افغانی در ولایت نورستان!

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۰:۲
Background image

ننګرهار؛ د زرګونو ناروغانو روغتيايي ستونزو ته رسېدنه شوې

دوشنبه، ۵ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د ننګرهار ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۳۷۸۸۵ تنو ناروغانو ته د معاینې، لازمو درملو د ورکړې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۷:۱
Background image

لوګر؛ ۲۴ سېلاب ځپلو کورنیو ته د غیر خوراکي توکو مرسته ورکړل شوه

یکشنبه، ۴ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ د ذاهد آباد په سیمه کې ۲۴ سېلاب ځپلو کورنیو ته د غیر خوراکي توکو مرسته ورکړل شوه.

د دغې مرستې له مخې، هرې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۰:۸
Background image

Uruzgan: Comprehensive Health Services Provided to Thousands of Patients

Saturday, July 19, 2026

 

Over the past 30 days, medical staff of the ARCS have provided healthcare services to 2,045 patients across various districts and villages of Uruzgan. . .

BACK TO NEWS