نورستان؛ له ۲۷۶ سېلاب ځپلو کورنیو سره ۲۱ ټنه د خوراکي توکو مرسته وشوه
چهارشنبه، ۱۴ صفر ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې له لوري د نورستان ولایت په مرکز پارون کې له ۲۷۶ سېلاب ځپلو کورنیو سره ۲۱ ټنه د خوراکي توکو مرسته وشوه.
یاده مرسته، چې د ترکیې سرې میاشتې په مالي ملاتړ چمتو شوې وه، له مخې یې هرې کورنۍ ته ۷۶.۳ کیلو ګرامه خوراکي توکي ووېشل شول، چې پکې ۵۰ کیلو اوړه، ۵ لېټره غوړي، ۱۰ کیلو وریجې، ۵ کیلو لوبیا، ۲ کیلو بوره، ۲ کیلو مکروني، یو کیلو شین چای، ۸۰۰ ګرامه روب او نیم کیلو بسکوېټ شامل وو.
د دې مرستې موخه دا ده، چې د سېلاب ځپلو کورنیو د خوراکي توکو بېړنۍ اړتیاوې تر یوه حده پوره او د ژوند اساسي ستونزې راکمې کړي.
افغاني سره میاشت هڅه کوي، چې د طبیعي پېښو له امله زیانمنو کورنیو ته پر وخت بشري مرستې ورسوي او د هغوی لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي.
