لوګر؛ ۲۴ سېلاب ځپلو کورنیو ته د غیر خوراکي توکو مرسته ورکړل شوه
یکشنبه، ۴ صفر ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې له لوري د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ د ذاهد آباد په سیمه کې ۲۴ سېلاب ځپلو کورنیو ته د غیر خوراکي توکو مرسته ورکړل شوه.
د دغې مرستې له مخې، هرې کورنۍ ته پنځه کمپلې، یو ترپال، د پخلنځي د توکو یو سیټ او د اوبو دوه بوشکې ورکړل شوې.
سربېره پر دې، د یادو کورنیو له ډلې څلورو کورنیو ته د لنډمهالې سرپناه د برابرولو په موخه څلور خېمې هم ووېشل شوې.
افغاني سره میاشت هڅه کوي، چې د طبیعي پېښو له امله زیانمنو هېوادوالو ته پر وخت بشري مرستې ورسوي او د هغوی د بېړنیو او لومړنیو اړتیاوو په پوره کولو کې اغېزمنه ونډه واخلي.
