لوګر، هلمند، غور؛ ۱۶۰ نارینه او ښځینه رضاکارانو ته د لومړنیو روغتیايي مرستو بستې ووېشل شوې
پنجشنبه، ۱۱ ربیع الآخر ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې له لوري په لوګر ولایت کې ۸۰ تنو، د هلمند ولایت په مارجې ولسوالۍ کې ۴۰ تنو او د غور ولایت په تولک ولسوالۍ کې ۴۰ تنو نارینه او ښځینه رضاکارانو ته د لومړنیو روغتیايي مرستو بستې ووېشل شوې، چې هر رضاکار ته یوه روغتیايي بسته ورکړل شوه.
تمه ده، چې رضاکاران به له دغو بستو څخه د پېښو پر مهال زیانمنو هېوادوالو ته د لومړنیو روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره ګټه واخلي.
همداراز، یاد رضاکاران به د عامه پوهاوي له لارې په خپلو سیمو کې د روغتیا، حفظ الصحې او وقایوي تدابیرو په اړه د خلکو د پوهاوي کچه لوړه کړي.
افغاني سره میاشت د رضاکارانو د علمي وړتیاوو او امکاناتو په پیاوړتیا سره هڅه کوي؛ څو په بېړنیو حالاتو کې زیانمنو خلکو ته پر وخت روغتیايي خدمتونه وړاندې شي.
