سمنګان، لوګر او کاپيسا ولایتونو نمایندګیو د رغېدونکو ودانیو لپاره د مرکز ګرمۍ سیستم د نصبولو په پار د داوطلبۍ ناسته وشوه!

سمنګان، لوګر او کاپيسا ولایتونو نمایندګیو د رغېدونکو ودانیو لپاره د مرکز ګرمۍ سیستم د نصبولو په پار د داوطلبۍ ناسته وشوه!
نن شنبه د ذوالقعدې میاشتې پر ۵ مه، د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د سمنګان، لوګر او کاپيسا ولایتونو نمایندګیو د نویو رغېدونکو اداري ودانیو لپاره د مرکز ګرمۍ سیستم نصبولو په پار د داوطلبۍ غونډه ترسره شوه.
ناسته کې ۱۸ ودانیزو او لوژستیکي شرکتونو ګډون درلود، چې د نظارت او ارزونې ټيم له لوري د اسنادو تر ارزونې او کره کتنې وروسته به یې د مرکز ګرمیو سیستم نصبولو قرارداد پر شرایطو برابرو ګټونکو شرکتونو ته ورکړل شي.