سرپل ولايت کې د ولايتي مجامع له غړو سره غونډه ترسره شوه.

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۸ - ۸:۵۱
خبرونه

سرپل ولايت کې د ولايتي مجامع له غړو سره غونډه ترسره شوه.

نن شنبه د ربیع الأول د میاشتې پر ۲۵مه، سرپل ولایت کې د افغاني سرې میاشتې اړوند د ولایتي څانګې په ریاست کې ددې خيريه ملي ټولنې د اطلاعاتو او خپرونو د رئیس ښاغلي مولوي مدثر همراز، د مالي سرچینو د پراختیا د رئیس ښاغلي نور الحق یوسفي او د ولایتي مجامع د آمر مولوي ضیاء الرحمن صاحبزاده په شتون کې د ولایتي مجامع د غړو درې میاشتنۍ غونډه ترسره شوه.
غونډه کې د ولايتي مجامع غړو د خپلو ترسره کړو فعاليتونو راپورونه شريک کړل، ورپسې د ناستې ګډونوالو ته د مرکزي پلاوي له لوري  د ځانګړې اونۍ پر اهمیت او دې اونۍ کې د پلورل کېدونکو ټکټونو په تړاو عامه پوهاوی او بشپړ معلومات ورکړل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۶ - ۸:۳۵
Background image

‏د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس له کاري شریکانو سره وکتل

‏د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس له کاري شریکانو سره وکتل

نن چهارشنبه د ربیع الآخر د میاشتې پر ۱۳مه، د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شيخ الحديث شهاب الدين دلاور ددې. . .

BACK TO NEWS