سرپرست عمومي رئیس په افغانستان کې د نړیوال فدراسیون له مسئول سره وکتل!

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۱ - ۸:۴۳
خبر

سرپرست عمومي رئیس په افغانستان کې د نړیوال فدراسیون له مسئول سره وکتل!

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ‌ الحدیث شهاب‌الدین دلاور نن پنجشنبه د ذوالقعدې میاشتې پر ۳ مه، د دې خیریه ملي ټولنې په مرکزي دفتر کې په افغانستان کې د نړیوال فدراسیون له سرپرست مسئول ښاغلي احمد سلیمان سره د راستنېدونکو کډوالو د ملاتړ او بشري مرستو د جلب په موخه ناسته وکړه.

ناسته کې سرپرست عمومي رئیس د راستنو شویو کډوالو کورنیو د اقتصادي ستونزو او مشکلاتو په هکله تفصیلي معلومات وړاندې کړل او د هغوی د لاسنیوي برخه کې یې د اړینو او بېړنیو مرستو چمتو کولو غوښتنه وکړه.

دا راز ښاغلي دلاور د تورخم او سپين بولدک په لنډمهاله پنډغالو کې راستنو شویو کډوالو کورنيو ته د تشنابونو او نورو اړتیاوو پر برابرولو هم ټینګار وکړ.

ورپسې په افغانستان کې د نړیوال فدراسیون سرپرست مسؤل د راستنېدونکو کورنيو د ملاتړ لپاره  تر راتلونکو ۲ کلنو پورې د ۲۰ میلیونه امریکايي ډالرو د مرستې برابرولو ترڅنګ  د بې سرپرسته مېرمنو د ځان بسياينې په موخه د لازمو مرستو د چمتو کولو ډاډ وړاندې کړ او د مرستو د پراختیا ژمنه یې وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۶:۱۸
Background image

بدخشان؛ تېره یوه میاشت کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې

چهارشنبه، ۱۰ ربیع الآخر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د بدخشان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۴۶۷۹ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۳:۱۵
Background image

کونړ؛ د وروستۍ بمبارۍ د دوو قربانیانو له کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه

سې شنبه، ۹ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت په نورګل ولسوالۍ کې د وروستۍ بمبارۍ د دوو قربانیانو له کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه.

د بمبارۍ له امله. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۲:۴۶
Background image

جوزجان؛ د اورلګېدنې له امله زیانمنې کورنۍ ته بېړنۍ مرسته ورکړل شوه

دوشنبه، ۸ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د جوزجان ولایت د مرکز شبرغان ښار په مصر آباد کلي کې د اورلګېدنې له امله یوې زیانمنې کورنۍ ته بېړنۍ مرسته ورکړل شوه.

په دې مرسته. . .

BACK TO NEWS