سرپرست عمومي رئیس د ولایتي مجامعو له رئیسانو سره وکتل!

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۳ - ۱۴:۲۹
خبر

سرپرست عمومي رئیس د ولایتي مجامعو له رئیسانو سره وکتل!

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور، نن چهارشنبه د شوال میاشتې پر ۲۵ مه، د دې خیریه ملي ټولنې مرکزي دفتر کې د ولایتي مجامعو له رئیسانو سره د فعالیتونو د اغېزمنتیا او پیاوړتیا په موخه ناسته وکړه.

ناسته کې سرپرست عمومي رئیس د ولایتي مجامعو رئیسانو ته په ټولنه کې د دوی د مسئولیت په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او لارښوونه یې وکړه چې د ولایتي مجامعو غړي باید افغاني سره میاشت په ښه شکل خلکو ته ور وپېژني او د حقيقي اړمنو او بې وزله کورنیو په موندلو کې دې خیریه ملي ټولنې سره مرسته وکړي. 
ورپسې د مجامعو ولایتي رئیسانو د اړونده ولایتونو د حالاتو، ستونزو او اړتیاوو په هکله له سرپرست عمومي رئیس سره خپل معلومات شریک کړل چې د نوموړي له لوري ورته د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۶:۱۸
Background image

بدخشان؛ تېره یوه میاشت کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې

چهارشنبه، ۱۰ ربیع الآخر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د بدخشان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۴۶۷۹ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۳:۱۵
Background image

کونړ؛ د وروستۍ بمبارۍ د دوو قربانیانو له کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه

سې شنبه، ۹ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت په نورګل ولسوالۍ کې د وروستۍ بمبارۍ د دوو قربانیانو له کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه.

د بمبارۍ له امله. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۲:۴۶
Background image

جوزجان؛ د اورلګېدنې له امله زیانمنې کورنۍ ته بېړنۍ مرسته ورکړل شوه

دوشنبه، ۸ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د جوزجان ولایت د مرکز شبرغان ښار په مصر آباد کلي کې د اورلګېدنې له امله یوې زیانمنې کورنۍ ته بېړنۍ مرسته ورکړل شوه.

په دې مرسته. . .

BACK TO NEWS