سرپرست عمومي رئیس د نړيوال فدراسيون له سرپرست مسٸول سره د راستنېدونکو کډوالو  ستونزو او اړتیاوو ته د رسېدنې په موخه د همغږۍ ناسته وکړه!

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۵:۰
خبرونه

سرپرست عمومي رئیس د نړيوال فدراسيون له سرپرست مسٸول سره د راستنېدونکو کډوالو  ستونزو او اړتیاوو ته د رسېدنې په موخه د همغږۍ ناسته وکړه!

نن شنبه د شوال میاشتې پر ۲۱ مه، د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شيخ الحديث شهاب الدین دلاور ددې خيريه ملي ټولنې په مرکزي دفتر کې په ‎افغانستان کې د نړيوال فدراسيون له سرپرست مسٸول ښاغلي احمد سليمان، د راستنېدونکو کډوالو لپاره د نړیوال فدراسيون د آسيايي برخې مسٸولې آغلې هیلن او د ستراتیژیکې همغږۍ او بشري دېپلوماسۍ مسؤلې آغلې هُما نادر سره تورخم ته د یاد پلاوي د وروستي سفر پر مهال د راستنېدونکو کډوالو د وضعیت ارزونې او د هغوی ستونزو او اړتیاوو ته د رسېدنې په اړه د ترلاسه کړیو معلوماتو په موخه د همغږۍ ناسته وکړه.
ناسته کې سرپرست عمومي رئیس د نړیوال فدراسیون د هڅو او بشرپاله مرستو مننه وکړه او تورخم فرضي کرښه کې عمري پنډغالي ته د راستنېدونکو کډوالو  د وضعیت ارزونې برخه کې یې د دوی سفر مهم یاد کړ. 
دا راز ښاغلي دلاور افغانستان ته د راستنېدونکو کډوالو ناڅاپي او په لوړه کچه راتګ یو لوی بشري ناورین وباله او له دوی څخه یې د لا ډېرو مرستو او همکاريو غوښتنه وکړه. 
ورپسې د نړیوال فدراسیون مسئول او مل پلاوي تورخم ته د خپل سفر په ترڅ کې راستنو شویو کډوالو ته د افغاني سرې میاستې له لوري د ترسره کېدونکو بېلابېلو خدماتو ستاینه وکړه او ژمنه یې وکړه چې تورخم او سپين بولدک کې به دوه، دوه ګرځنده روغتیایي ټيمونه ګماري او هم به له یادو لارو راستنېدونکو  ۲۰۰ امیندواره مېرمنو ته له زېږونه وروسته د مناسبو خوړو او درملو ترلاسه کولو په موخه هرې مېرمنې سره يو سل او پنځوس (۱۵۰) امریکايي ډالر نغدي مرسته هم وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۷:۴۳
Background image

کندهار؛ ۴۰۰ اړمنې مېرمنې د ۴ میلیونه افغانیو له نغدي مرستې برخمنې شوې

چهارشنبه، ۷ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندهار ښار د نهمې ناحیې په سیمه کې ۴۰۰ اړمنې مېرمنې د مرستو د درېیم پړاو په ترڅ کې د ۴ میلیونه افغانیو له نغدي مرستې برخمنې شوې.

دغه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۷:۲۱
Background image

هلمند؛ د کنټرول مدیرانو لپاره د ظرفیت لوړونې څلور ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

چهارشنبه، ۷ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هلمند ولایت په ولایتي نمایندګۍ کې د هلمند، کندهار، ارزګان او زابل ولایتونو د کنټرول مدیرانو لپاره د ظرفیت لوړونې څلور ورځنی روزنیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۶:۲۸
Background image

پکتیا؛ له ۲۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

چهارشنبه، ۷ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیا ولایت په ځاځي آریوب ولسوالۍ کې له ۲۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

دغه مرسته، چې د المان سولې کلي له. . .

BACK TO NEWS