د ډنمارک سره صلیب د افغانستان لپاره نوی مسئول معرفي کړ!

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۶ - ۱۴:۴۴
خبرونه

د ډنمارک سره صلیب د افغانستان لپاره نوی مسئول معرفي کړ!

نن چهارشنبه د رجب د میاشتې پر ۱۴مه، په آسیا او اروپا کې د ډنمارک د سره صلیب د مشر ښاغلي فیبرس وانډيپيوټ له لوري د ډنمارک د سره صلیب په استازولۍ د افغاني سرې میاشتې رهبرۍ ته د افغانستان لپاره د ډي آر سي نوی مسئول ښاغلی محمد حسن الشمع معرفي شو.
په یاد مناسبت جوړه شوې ناسته کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د ډنمارک د سره صلیب له لوري د شویو مرستو مننه وکړه او د هېواد په لرې پرتو سیمو کې یې د دوی روغتیايي مرستې مهمې او اغیزمنې یادې کړې او له دوی څخه یې د مرستو د پراختیا غوښتنه وکړه، دا راز نوموړي د ډي آر سي مشر ته ډاډ ورکړ، چې مرستې به یې په بشپړ شفافیت او رونټيا تر اړمنو او مستحقو کورنیو رسوي.
سربېره پر دې ښاغلي دلاور په خپلو څرګندونو کې د رواني ناروغانو د پالنې او درملنې د مرکزونو، مرستونونو او د دې خیریه ملي ټولنې د روغتیایي مرکزونو له لارې هېوادوالو ته د ترسره کېدونکو خدماتو په اړه هم راغلي پلاوي ته تفصیلي معلومات وړاندې کړل.
ورپسې په آسیا او اورپا کې د ډنمارک د سره صلیب مشر د افغاني سرې میاشتې خدمات د بنسټیزو اصولو له مخې د قدر او ستاینې وړ وبلل او د ګډ کار د دوام ژمنه یې وکړه. همدا ډول نوموړي ډاډ څرګند کړ، چې خپل خدمات به د اړمنو او بېوزله افغانانو اړتیاوو ته په کتو تنظیموي او دې برخه کې به خپلي هڅې جاري ساتي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۷:۴۳
Background image

کندهار؛ ۴۰۰ اړمنې مېرمنې د ۴ میلیونه افغانیو له نغدي مرستې برخمنې شوې

چهارشنبه، ۷ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندهار ښار د نهمې ناحیې په سیمه کې ۴۰۰ اړمنې مېرمنې د مرستو د درېیم پړاو په ترڅ کې د ۴ میلیونه افغانیو له نغدي مرستې برخمنې شوې.

دغه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۷:۲۱
Background image

هلمند؛ د کنټرول مدیرانو لپاره د ظرفیت لوړونې څلور ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

چهارشنبه، ۷ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هلمند ولایت په ولایتي نمایندګۍ کې د هلمند، کندهار، ارزګان او زابل ولایتونو د کنټرول مدیرانو لپاره د ظرفیت لوړونې څلور ورځنی روزنیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۶:۲۸
Background image

پکتیا؛ له ۲۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

چهارشنبه، ۷ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیا ولایت په ځاځي آریوب ولسوالۍ کې له ۲۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

دغه مرسته، چې د المان سولې کلي له. . .

BACK TO NEWS