د مې له اتمې؛ د سره صلیب او سرې میاشتې د نړیوال غورځنګ له نړیوالې ورځې څخه لمانځنه!

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۲۰ - ۱۸:۳۴
د مې له اتمې؛ د سره صلیب او سرې میاشتې د نړیوال غورځنګ له نړیوالې ورځې څخه لمانځنه!

د سره صلیب او سرې میاشتې د تړیوال غورځنګ له نړیوالې ورځې څخه د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د غویي پر ۱۹ نیټه د افغاني سرې میاشتې ټولنې د سرپرست رئیسې آغلې ډاکتر نیلاب مبارز، مرستیال ښاغلي نقیب الله سالارزي، د رهبري بورډ درنوغړو، د سره صلیب د نړیوابلې کمیټې د مرستیالې، د سره صلیب او سرې میاشتې د نړیوال فدراسیون رئیس، د قطر، ترکیې، کاناډا، ناروې او ډنمارک د ملي ټولنو د استازو، د مرکزي دفتر د ریسانو، کارکوونکو او رضاکارانو په ګډون سره لمانځنه وشوه.
په پیل کې پروګرام د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل او همدارنګه د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د ولسمشر ملاتړیز پیغام، د افغاني سرې میاشتې ټولنې د رهبري بورډ د غړي ښاغلي جلال الدین سعید له لوري ولوستل شو، چې ورپسې د افغاني سرې میاشتې ټولنې سپرست رئیسئ آغلې ډاکتر نیلاب مبارز ميلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د مې د اتمې او د ملي ټولنو د نړیوال غورځنګ په اړه خبرې وکړې. آغلې ډاکتر نیلاب مبارز وویل: « زموږ مرستې ډیری د هیواد په لرې پرتو او نا امنه سیمو، په ځانګړې توګه هغه سیمو کې چې نور خیرپال بنسټونه هلته لاسرسی نه لري؛ له اړمنو او پیښځپلیو کورنیو او وګړو سره ترسره کیږي، چې په راتلونکې کې به هم د خپلو ملي او نړیوالو همکارانو په مرسته خپل بشرپال فعالیتونه لا پراخ او پیاوړي کړو».
همدارنګه په افغانستان کې د سره صلیب د نړیوالې کمیټې مرستیالې آغلې  دنیل هانون بورټ د خپلو خبرو په لړ کې له ټولو ښکیلو اړخونو غوښتنه وکړه؛ ترڅو په افغانستان کې د بې ګناه انسانانو له وژنو او زیانمنیو مخه ونیسي. 
په کابل کې د سره صلیب او سرې میاشتې د نړیوال فدراسیون رئیس ښاغلي نسیفوړ و ویل: زه د نړیوال فدراسیون د سکرترجنرال او خپل ځان په استازولۍ د افغاني سرې میاشتې ټولنې له ټولو کړنو څخه ملاتړ کوم، چې له ډیرو ستونزو سره سره یې له میلیونو اړمنو او پیښځپلیو وګړو سره مرسته کړې او د هغوی لاسنیوی کوي. 
غونډه یو شمیر کارکوونکو او رضاکارانو ته د ښو خدمتونو او غوره فعالیتونو په پار د ستاینلیکونو په ورکړې سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۷:۱
Background image

لوګر؛ ۲۴ سېلاب ځپلو کورنیو ته د غیر خوراکي توکو مرسته ورکړل شوه

یکشنبه، ۴ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ د ذاهد آباد په سیمه کې ۲۴ سېلاب ځپلو کورنیو ته د غیر خوراکي توکو مرسته ورکړل شوه.

د دغې مرستې له مخې، هرې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۰:۸
Background image

Uruzgan: Comprehensive Health Services Provided to Thousands of Patients

Saturday, July 19, 2026

 

Over the past 30 days, medical staff of the ARCS have provided healthcare services to 2,045 patients across various districts and villages of Uruzgan. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۰:۴
Background image

ارزګان؛ زرګونو ناروغانو ته پراخ روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي

یکشنبه، ۴ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د ارزګان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۲۰۴۵ تنو ناروغانو ته د معاینې، لازمو درملو د ورکړې،. . .

BACK TO NEWS