د سمنګان، فراه، لوګر او کاپيسا ولایتونو نمایندګیو د اداري ودانیو د رغونې په پار د داوطلبۍ ناسته وشوه!

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۷ - ۱۴:۲۷
خبر

د سمنګان، فراه، لوګر او کاپيسا ولایتونو نمایندګیو د اداري ودانیو د رغونې په پار د داوطلبۍ ناسته وشوه!

نن یکشنبه د شوال میاشتې پر ۸ مه، د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئيس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په شتون کې ددې خيريه ملي ټولنې په مرکزي دفتر کې  د سمنګان، فراه، لوګر او کاپيسا ولایتونو نمایندګیو د اداري ودانیو د رغونې په پار د داوطلبۍ غونډه ترسره شوه.
یاده ناسته کې ۲۲ ودانیزو او لوژستیکي شرکتونو ګډون درلود، چې د نظارت او ارزونې د ټيم له لوري د اسنادو تر ارزونې او کره کتنې وروسته به یې د رغونو قرارداد پر شرایطو برابرو ګټونکو شرکتونو ته ورکړل شي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۹/۷ - ۱۷:۴۱
Background image

سمنګان؛ پر ۴۰۰ زلزله ځپلو کورنیو د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه

جمعه، ۷ جمادی الآخره ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د سمنګان ولایت د مرکز ایبک اړوند د بېلابېلو ناحیو پر ۴۰۰ زلزله ځپلو کورنیو د بشري همدردۍ په موخه ۳۱.۲ ټنه د خوراکي توکو مرسته ووېشل. . .

جمعه ۱۴۰۴/۹/۷ - ۱۷:۲۲
Background image

ننګرهار؛ عمومي رئيس د افغاني سرې مياشتې له ملکيتونو ليدنه وکړه

جمعه، ٧ جمادى الآخره ۱۴۴۷
د افغاني سرې مياشتې عمومي رئيس ښاغلي شيخ الحديث شهاب الدين دلاور، ننګرهار ته د سفر پر مهال د سرې مياشتې له بېلابېلو ملکيتونو د ليدنې ترڅنګ د ودانيو عمومي حالت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۷:۱۰
Background image

کونړ کې ۶۵۰ زلزله ځپلو کورنیو سره د بېړنۍ سرپناه او توکو مرسته وشوه

پنجشنبه، ۶ جمادی الآخره ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت په نورګل او څوکۍ ولسوالیو کې له ۶۵۰ زلزله ځپلو کورنیو سره د لنډمهالې سرپناه او د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه. . .

BACK TO NEWS