د سرې میاشتې په مشعل بیات لیسه کې د نوښت او ټکنالوژۍ مرکز پرانیستل شو!

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۱/۲۲ - ۱۲:۳۴
د سرې میاشتې په مشعل بیات لیسه کې د نوښت او ټکنالوژۍ مرکز پرانیستل شو!

د نوښت او ټکنالوژۍ مرکز د افغاني سرې میاشتې ټولنې په مشعل بیات لیسه کې د زده کوونکو د وړتیا لوړونې، نوښتګرۍ او ښوونیز بهیر د ډیجتل کیدو په موخه نن شنبه د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د وري پر ۲۱ نیټه د افغاني سرې میاشتې ټولنې د سرپرست رئیس آغلې ډاکتر نیلاب مبارز، د بیات خیریه بنسټ د رئیس ښاغلي انجینر احسان الله بیات او د مټر بنسټ د استازي جرمي نیوهوس په شتون کې پرانیستل او ګټې اخیستنې ته وړاندې شو.
د نوښت او تکنالوژۍ مرکز په پرانیست غونډه کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست رئیسې آغلې ډاکتر نیلاب مبارز، میلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د یاد مرکز پر پرانیستلو خوښي وښوده او دایې د افغاني سرې میاشتې ټولنې لپاره یو ویاړ وباله چې په هیواد کې د لومړي ځل لپاره د نوښت او تکنالوژی مرکز، په عصري او مجهزو توکو سمبال، د افغاني سرې میاشتې ټولنې په مشعل بیات لیسه کې جوړ او د زده کوونکو پر مخ ګټې اخیستنې ته وړاندې شو.
پرانیست غوندې ته د بیات خیریه بنسټ مشر ښاغلي احسان الله بیات وویل: «د تکنالوژۍ او نوښت یاد بنسټ د سیمې هیوادنو په کچه لومړنی مجهز او په عصري تکنالوژۍ سمبال مرکز دی، چې پرمټ به یې افغان زده کوونکي هم وکولی شي له نوي عصري ښوونیز سیسټم سره ځانونه برابر کړي، چې د وخت یوه مهمه اړتیا ده».
د مټر بنسټ استازي ښاغلي جرمي نیوهوس په خپلو خبرو کې وویل: مخکې له دې چې د نوښت او ټکنالوژۍ بنسټ په افغانستان کې جوړ کړو؛ په څو نورو هیوادونو کې یې هم ډیره ښه پالیه درلوده، چې له عصري ټکنالوژۍ سره د بلدتیا ترڅنګ به د زده کوونکو په نوښتګرۍ کې مهم رول و لري.
یاد مرکز د مټر بنسټ له لوري د بیات خیریه بنسټ په مالي مرسته د افغاني سرې میاشتې ټولنې په مشعل بیات لیسه کې جوړ شوی، چې د ښوونیز سیسټم په برښنایي کیدو او همدارنګه د زده کوونکو په ظرفیت لوړونه او نوښت ګرۍ کې به اړین رول و لري.
په پای کې د زده کوونکو دلا تشویق او هڅونې په موخه د بیات خیریه بنسټ له لوري جمپرونه، بوټ، بکسې او دلوبو توپونه د ډالۍ په توګه و ویشل شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۷:۵۶
Background image

هلمند؛ د اورلګېدنې له امله زیانمنې کورنۍ ته د غیر خوراکي توکو مرسته ورکړل شوه

شنبه، ۲۹ ربیع‌ الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه اړوند په تورټانګ سیمه کې د اورلګېدنې له امله یوې زیانمنې کورنۍ ته د غیر خوراکي توکو مرسته ورکړل شوه.

. . .
شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۵:۱۵
Background image

کابل؛ د ناروغ د ژوند د ملاتړ لپاره د بنسټیزو روغتیایي مرستو روزنیز ورکشاپ پیل شو

شنبه، ۲۹ ربیع‌ الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د ناروغ د ژوند د ملاتړ لپاره د بنسټیزو روغتیايي مرستو تر عنوان لاندې پنځه ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو.

دا ورکشاپ د ملي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۹:۲۲
Background image

بامیان؛ زرګونه ناروغان د افغاني سرې میاشتې له روغتیايي خدمتونو برخمن شوي

شنبه، ۲۹ ربیع الأول ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د بامیان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۳۳۳۹ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو. . .

BACK TO NEWS