د سرپرست عمومي رئیس په مشرۍ اداري ناسته ترسره شوه

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۲ - ۱۴:۲۱
شهاب الدین دلاور

پنجشنبه، ١۵ ذوالحجه ۱۴۴۶
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور  د مرکزي دفتر د يو شمېر مسٸولينو او  رئیسانو سره د املاکو او ودانيو د چارو د لا ښه والي، په اداري چارو کې د شفافيت، د بشرپالو فعاليتونو د ترسراوي برخه کې د چټکتيا او همغږۍ کچې لوړولو او د ولايتي مجامعو د کلنۍ ناستې د دايرولو په موخه اداري ناسته وکړه.

ناسته کې سرپرست عمومي رئیس په ښه شکل د اداري چارو او خدماتو  ترسره کولو په برخه کې د هر اړخیزو لارښوونو او وینا ترڅنګ د لوى اختر په ورځو کې راستنو شويو کډوالو، اړمنو او بې سرپرسته کورنيو ته د ترسره شوو بشرپالو فعاليتونو برخه کې د کارکوونکو او رضاکارانو هڅې وستايلې او ټينګار يې وکړ چې هر مسٸول شخص بايد په ورسپارل شوې دنده کې ولس ته په کامل اخلاص او بشپړه ژمنتيا خدمت وکړي.

دا راز په ناسته کې د تېرې اداري جلسې موضوعات او پرېکړې و ارزول شوې، د ګډونوالو نظريات واورېدل شول او د يو شمېر مهمو موضوعاتو په تړاو لازم تصميمونه ونيول شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۴ - ۱۴:۴۶
Background image

د بېلابېلو رغنیزو چارو په موخه د داوطلبۍ دوه ناستې وشوې

شنبه، ۱۷ ذوالحجه ۱۴۴۶
د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د نورستان نمایندګۍ ریاست د مېلمستون ودانۍ د انګړ دېوال او کاپيسا ولایت نمایندګۍ د ځوانانو او رضاکارانو د ښوونیز مرکز د انګړ. . .

جمعه ۱۴۰۴/۳/۲۳ - ۱۵:۵۸
Background image

پنجشېر ولایت کې پر ٨٠ بېرونیو مشمولینو کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه

جمعه، ۱۶ ذوالحجه ۱۴۴۶
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس شیخ‌الحدیث شهاب‌الدین دلاور، پنجشير ته په خپل رسمي سفر کې د یاد ولایت د نمایندګۍ په ریاست کې پر ۸۰ بېرونیو مشمولینو کورنیو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۲ - ۱۴:۲۱
Background image

د سرپرست عمومي رئیس په مشرۍ اداري ناسته ترسره شوه

پنجشنبه، ١۵ ذوالحجه ۱۴۴۶
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور  د مرکزي دفتر د يو شمېر مسٸولينو او  رئیسانو سره د املاکو او ودانيو د چارو د لا ښه والي،. . .

BACK TO NEWS