د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست رییس د ترکیې هېواد د حوادثو د ادارې له استازي سره لیدنه وکړه!

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۹/۹ - ۱۰:۵۹
سرپرست جمعیت هلال احمر افغانی با رئیس حوادث کشور ترکیه ملاقات نمود!

د روان ۱۴۰۰ هجري لمریز کال د لیندۍ پر ۹مه نېټه د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست رییس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د ترکيې هېواد د حوادثو د نړیوالې ادارې له استازي ښاغلي برهان اسلان او په افغانستان کې د ترکيې د سرې میاشتې استازي فرید احمد ضیا سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه ترسره کړه.

په دې لیدنه کې د سرې مياشتې عمومي رییس د ترکيې له سرې میاشتې څخه مننه وکړه، چې د افغانانو لاسنیوی کوي. نوموړي همدا راز وویل، چې «مونږ تل کوښښ کوو، چې د ترکيې له سرې میاشتې سره په پوره رښتینولۍ د یو بل لاسنیوی وکړو او دا کار بشپړې همغږۍ ته اړتیا لري، چې مونږ يې ډاډ درکوو» نوموړي وویل، چې د ترکيې دوست هېواد له افغانانو سره ډېر مشترکات لري او تل یې د افغانانو لاسنیوی کړی.

متقابلاً ښاغلي برهان اسلان د ترکيې هیواد د حوادثو ادارې استازي وویل، مونږ خوښ یو، چې تل مو د افغاني سرې میاشتې ټولنې سره د هېوادوالو په لاسنیوي او مرستو کې ګډ کار کړی او د یو او بل لاسنیوی مو کړی.

نوموړي وویل د ترکيې هېواد غواړي له افغانستان سره په راتلونکي کې مرستې ترسره کړي، مونږ خوښ یو، چې امنیتي وضعیت تر پخوا ډېر ښه دی او د افغانستان هرې سيمې ته د مرستو رسولو امکانات اوس مهال ډېر ښه شوي دي او په همدې اړه مو د ترکيې هېواد ټولو موسساتو ته ډاډ ورکړی. نوموړي وویل مونږ غواړو، چې  د دواړو هېوادونو د سرو میاشتو همغږۍ او ګډ کار ته لا وده ورکړو. نوموړي وویل مونږ ددې لپاره افغانستان ته راغلي یو، چې د افغانستان د بېوزلو وګړو جاج واخلو او د ترکيې د حکومت او خیریه ټولنو مخه افغانستان ته ډېره کړو.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست رییس مولوي مطیع الحق خالص وویل، چې د پاک رب څخه تل شکرګزار یو، چې هېواد ته سوله او امنیت راغلی او ټولې خیریه ټولنې کولای شي په پوره ډاډ خپلې مرستې ترسره کړي، مونږ د نړۍ په تولو خیریه بنسټونو او ټولنو غږ کوو چې له روان امنیتي وضعیت څخه په ګټه اخستنې په افغانستان کې خپل خیریه فعالیتونه پیل او پراخ کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۵:۴۶
Background image

بلخ؛ د کار په بدل کې ۲۲۴ کاریګرو ته ۳ میلیونه او ۸۷۰ زره افغانۍ ووېشل شوې

شنبه، ۲۰ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بلخ ولایت د دولت‌ آباد ولسوالۍ د خیر آباد سیمې ۲۲۴ مسلکي او غیر مسلکي کاریګرو ته د کار په بدل کې ۳ میلیونه او ۸۷۰ زره افغانۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۵:۴۳
Background image

ننګرهار؛ تېره یوه میاشت کې زرګونه ناروغان له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي

شنبه، ۲۰ ربیع الآخر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د ننګرهار ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۳۶۳۳۰ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۰ - ۱۳:۵۱
Background image

کونړ؛ د ۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د استنادي دېوال پروژه پیل شوه

جمعه، ۱۹ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت د دانګام ولسوالۍ په بیداد کلي کې د ۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د کار په بدل کې د نغدو پیسو پروژه پیل شوه.

د دې پروژې. . .

BACK TO NEWS