د افغاني سرې میاشتې ټولنې سره د ملک سلمان خیریه بنسټ له لوري د «۱۰۰» ټنه خورما مرسته وشوه !

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۱/۲۳ - ۱۳:۱
د افغاني سرې میاشتې ټولنې سره د ملک سلمان خیریه بنسټ  له لوري د «۱۰۰» ټنه خورما مرسته وشوه !

نن یک شنبه د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د وري پر ۲۲ نیټه د افغاني سرې میاشتې ټولنې د سرپرست ریسې آغلې ډاکتر نیلاب مبارز، د سعودي عربستان سفارت د شارزدافیر او ملک سلمان خیریه بنسټ د رئیس ښاغلي بدر طیبي، سرې میاشتې د سکرترجنرال د مرستیال ښاغلي نوروزعلي علیزاده او مرکزي دفتر د یو شمیر ریسانو په شتون کې د یاد خیریه بسټ له لوري  ۱۰۰ ټنه مرسته شوي خورما، افغاني سرې میاشتې تولنې ته تسلیم او اړمنو کورنیو ته یې د ویش لړۍ پیل شوه.
آغلې ډاکتر نیلاب مبارز د خورما د ویش پر مهال و ویل: یاده ۱۰۰ ټنه خورما، چې ۵۰۰۰ کارتنه کیږي سر له ننه یې د هیواد په ولایتونو او مرکز کې ۵۰۰۰ کورنیو ته د وېش لړۍ پیل شوه، چې په څو لنډو ورځو کې به بشپړه شي.
د ملک سلمان بنسټ مشر ښاغلي بدر طیبي د خپلو خبرو په ترڅ کې زیاته کړه: « د ملک سلمان خیریه بنسټ او همدارنګه د سعودي عربستان هیواد تل هڅه کوي، ترڅو د افغانستان له خلکو او افغاني سرې میاشتې ټولنې سره د بشري ستونزو په راکمولو او اړمنو وګړو په لاسنیوي کې مرسته وکړي، چې د رمضان د مبارکې میاشتې له رارسیدو سره مو دا ۱۰۰ ټنه خورما افغاني سرې میاشتې ټولنې ته تسلیم کړه، چې د مرستو دالړۍ به دوام ولري».

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۰:۲
Background image

ننګرهار؛ د زرګونو ناروغانو روغتيايي ستونزو ته رسېدنه شوې

دوشنبه، ۵ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د ننګرهار ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۳۷۸۸۵ تنو ناروغانو ته د معاینې، لازمو درملو د ورکړې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۷:۱
Background image

لوګر؛ ۲۴ سېلاب ځپلو کورنیو ته د غیر خوراکي توکو مرسته ورکړل شوه

یکشنبه، ۴ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ د ذاهد آباد په سیمه کې ۲۴ سېلاب ځپلو کورنیو ته د غیر خوراکي توکو مرسته ورکړل شوه.

د دغې مرستې له مخې، هرې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۰:۸
Background image

Uruzgan: Comprehensive Health Services Provided to Thousands of Patients

Saturday, July 19, 2026

 

Over the past 30 days, medical staff of the ARCS have provided healthcare services to 2,045 patients across various districts and villages of Uruzgan. . .

BACK TO NEWS