د افغاني سرې میاشتې مرستیال د مرکز، زونونو او  نمایندګیو مسئولینو ته د دایر شوي  ورکشاپ له روزونکو سره وکتل!

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲ - ۱۳:۳۶
خبرونه

د افغاني سرې میاشتې مرستیال د مرکز، زونونو او  نمایندګیو مسئولینو ته د دایر شوي  ورکشاپ له روزونکو سره وکتل!

نن شنبه د جمادي الآخر د میاشتې پر ۱۹مه، د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن په خپل کاري دفتر کې د افغاني سرې میاشتې مرکزي او ولايتي مسئولینو ته د سازماني ظرفیت د ارزونې تر عنوان لاندې د دایر شوي ورکشاپ له روزونکو ښاغلي جانګو وین او ښاغلي جرجر سره د یاد ورکشاپ د اغېز په هکله ناسته وکړه.
ناسته کې د افغاني سرې میاشتې مرستیال د ورکشاپ د روزونکو د هلو ځلو د ستاینې او مننې ترڅنګ د ورته ورکشاپونو د دوام غوښتنه وکړه او دغه ډول ورکشاپونه یې ددې خیریه ملي ټولنې د مسٸولینو د کاري وړتياوو د لوړونې برخه کې مهم او ارزښتمن وبلل.
ورپسې د یاد پنځه ورځني ورکشاپ روزونکو په خپلو خبرو کې ژمنه  وکړه، چې راتلونکي کې به د افغاني سرې میاشتې د مسئولینو د ظرفیت لوړونې په پار د لا ډېرو روزنیزو ورکشاپونو زمینه برابره کړي او دې برخه کې به خپلو همکاريو ته دوام ورکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۶ - ۱۷:۴۸
Background image

‏جوزجان ولايت کې ۱۰۱۹۳ کسانو ته روغتیایي خدمات وړاندې شوي!

‏جوزجان ولايت کې ۱۰۱۹۳ کسانو ته روغتیایي خدمات وړاندې شوي!

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د جوزجان ولايت په بېلابېلو سيمو کې د تېرو ۳۰ ورځو په ترڅ کې ۴۵۶۵ تنو ته د کتنې ترڅنګ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۶ - ۱۷:۳۸
Background image

فاریاب ولایت کې پر ۴۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه!

فاریاب ولایت کې پر ۴۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه!

نن بنجشنبه د جمادي الآخر د میاشتې پر ۲۴مه، د افغاني سرې میاشتې له لوري د فاریاب ولایت د خواجه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۵ - ۱۵:۱۳
Background image

بلخ ولايت کې ۳۱۳۰۲ تنه ناروغانو ته روغتیایي خدمات!

بلخ ولايت کې ۳۱۳۰۲ تنه ناروغانو ته روغتیایي خدمات!

د افغاني سرې میاشتې روغتياپالانو د بلخ ولايت په بېلابېلو سيمو کې د تېرو ۳۰ ورځو په ترڅ کې ۸۸۷۸ تنو ته د کتنې ترڅنګ د اړتیا وړ درمل. . .

BACK TO NEWS