د افغاني سرې میاشتې مرستیال د تورخم له عمري پنډغالي لیدنه وکړه!

د افغاني سرې میاشتې مرستیال د تورخم له عمري پنډغالي لیدنه وکړه!
نن دوشنبه د شوال د میاشتې پر ۳۰مه، د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن او مل پلاوي ننګرهار ولايت ته د خپل سفر پر مهال تورخم کې له عمري پنډغالي او د راستنېدونکو کډوالو د وضعيت اروزنې ترڅنګ د افغاني سرې مياشتې له خدماتو لیدنه وکړه.
دغه راز ښاغلي مرستیال په پنډغالي کې پر کډوالو د پخو خوړو د وېش، انتقالاتو او چاپېریال د پاکوالي په موخه له توظيف شويو کارکوونکو، رضاکارانو او کاريګرو سره هم ولیدل او هغوی ته یې د خدماتو په وړاندې کولو کې د بشپړ اخلاص او صداقت ترسره کولو سپارښتنې وکړې.