د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس په افغانستان کې د نړیوال فدراسیون له سرپرست او د فنلینډ د سره صلیب له سیمه ییز مسئول سره وکتل!

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۹ - ۱۳:۴۷
خبرونه

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس په افغانستان کې د نړیوال فدراسیون له سرپرست او د فنلینډ د سره صلیب له سیمه ییز مسئول سره وکتل!

نن چهارشنبه د رمضان میاشتې پر ۱۹مه، د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د نړیوال فدراسیون له سرپرست ښاغلي احمد سلیمان او د فنلینډ د سره صلیب له سيمه ييز مسئول ښاغلي جوین ریس سره له افغاني سرې مياشتې د ملاتړ او یو لړ نورو موضوعاتو په موخه ناسته وکړه.
ناسته کې سرپرست عمومي رئیس د فنلینډ هېواد د سره صلیب له تېرو همکاریو او مرستو څخه مننه وکړه او د افغاني سرې میاشتې له لوري اړمنو او بې سرپرسته وګړو ته د روغتیايي او پېښځپلو ته د طبيعي او غیرې طبيعي پېښو پر مهال د ترسره کېدونکو خدماتو په تړاو تفصیلي معلومات وړاندې کړل. 
همدا راز ښاغلي دلاور لیدنه کې یادو مسئولینو څخه له بهرنيو هېوادونو راستنېدونکو کډوالو ته په بېلابېلو برخو کې د بېړنیو مرستو برابرولو، د سوري زړه لرونکو ماشومانو او په رواني ناروغيو د اخته وګړو  د درملنې او لاسنيوي برخه کې د همکاریو غوښتنه وکړه. 
ورپسې د نړیوال فدراسیون سرپرست او د فنلینډ هېواد د سره صلیب مسئول په خپلو خبرو کې اړمنو او پېښځپلو ته د افغاني میاشتې له لوري ترسره کېدونکي خدمات او فعاليتونه اغېزمن وبلل او د راستنېدونکو کډوالو د لاسنیوي، د سوري زړه پر ناروغۍ د اخته او رواني ناروغانو د درملنې برخه کې یې د همکارۍ سربیره راتلونکې کې د مرستو د پراختیا ډاډ څرګند کړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۵:۴۷
Background image

کندز؛ ۲۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۲ میلیونه او ۶۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

چهارشنبه، ۲۱ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندز ښار په بېلابېلو ناحیو کې ۲۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۲ میلیونه او ۶۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.

یاده مرسته د ملي ټولنو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۵:۳۱
Background image

کابل؛ د خوندي لاسرسي کمېټې د همغږۍ غونډه ترسره شوه

چهارشنبه، ۲۱ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د سکرتر جنرال د عملیاتي مرستیال مولوي روح الله عبدالسلام په مشرۍ د افغاني سرې میاشتې، د سره صلیب نړیوالې کمېټې، د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۵:۲۸
Background image

کابل؛ افغانستان نړیوال بانک د نورستان سېلاب ‌ځپلو لپاره افغاني سرې میاشتې ته ۴۳۰ کمپلې وسپارلې

چهارشنبه، ۲۱ صفر ۱۴۴۸ 

د افغانستان نړیوال بانک د نورستان ولایت د وروستیو سېلابونو له امله د زیانمنو شویو کورنیو د ملاتړ په موخه افغاني سرې میاشتې ټولنې ته ۴۳۰ کمپلې وسپارلې. 

دغه. . .

BACK TO NEWS