د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس له مل پلاوي سره د سویل ختیځ زون پکتيا ولايت ته سفر وکړ

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
خبرونه

‏د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس له مل پلاوي سره د سویل ختیځ زون پکتيا ولايت ته سفر وکړ

نن پنجشنبه د ربیع الأول د میاشتې پر ۳۰مه، د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د خپل سفر په ترڅ کې د پکتیا ولایت د والي الحاج ملا مهر الله حماد، د بېلابېلو ولايتي رياستونو مسٸولينو او د سرې مياشتې د سويل ختيځ سيمه يز  زون د رئیس په ګډون د اړونده نمایندګیو رئیسانو او کارکوونکو سره د چارو د ښه والي، کارونو کې د چټکتيا رامنځته کولو او اړمنو ته پر وخت د رسېدنې په موخه د ياد زون په رياست کې غونډه  وکړه.
غونډه کې ښاغلي دلاور افغاني سره میاشت يوه بشرپاله، خپلواکه او ملي خيرپاله ټولنه ياده کړه او د يادې ټولنې له لوري د ټول هېواد په کچه د ترسره کېدونکو بشرپاله، روغتيايي او ښوونيزو  فعالیتونو په اړه يې تفصیلي معلومات وړاندې کړل، نوموړي زياته کړه چې د افغاني سرې مياشتې کارکوونکي بايد په پوره اخلاص او صداقت خپل مسٸوليتونه ترسره کړي ځکه چې دوى په داسې يو حساس ځای کې کار کوي چې دنده يې د بې وزلو، اړمنو، بې سرپرسته کونډو او يتيمانو لاسنيوى او مرسته کول دي، که څوک  په دې برخه کې ناغيړي کوي، هغه به د الله ، د هغه د رسول صلى الله عليه وسلم او بنده ګانو پر وړاندې مسٸول وي.
همدا راز د افغاني سرې مياشتې سرپرست عمومي رٸيس د یادې تولنې مسئولینو ته د چارو د لا ښه والي په موخه د  لازمو لارښوونو او سپارښتنو ترڅنګ په پکتیا ولایت کې د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې مرکز د جوړېدو هيله هم څرګنده کړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۹:۲۱
Background image

کار، عاید او هيله؛ بلخ کې ۲۳۳ تنو کاريګرو ته کاري فرصتونه برابر شول

سې شنبه، ۱۱ صَفَر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د بلخ ولایت د چهاربولک ولسوالۍ د سالار تېپې په کلي کې د کار په بدل کې د شپږ میلیونه او اووه سوه زره (۶،۷۰۰،۰۰۰) افغانیو په ارزښت د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۸:۵۹
Background image

بامیان او زابل کې پر راستنېدونکو کډوالو کورنیو د غیر خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه

سې‌شنبه، ۱۱ صَفَر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د بامیان ولایت د راستنېدونکو کډوالو په پنډغالي کې پر ۱۹ تازه راستنو شوو کډوالو کورنیو د غیر خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه، چې په کې هرې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۴:۲۶
Background image

تورخم کې پر راستنو شوو کډوالو د عامه پوهاوي سلګونه نشراتي توکي وېشل شوي دي

سې شنبه، ۱۱ صَفَر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې رضاکارانو د ننګرهار ولایت، تورخم عمري پنډغالي کې له تېرو دوو اونیو راهيسې پر سلګونو راستنو شوو کډوالو د عامه پوهاوي لپاره، ۳۷۷ د سوري زړه او. . .

BACK TO NEWS