د افغاني سرې میاشتې رضاکار ښوونکي وستایل شول

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۱۵:۴۴
د افغاني سرې میاشتې رضاکار ښوونکي وستایل شول

کابل- دوشنبه، ۱۸ محرم الحرام ۱۴۴۷ 

د افغاني سرې میاشتې د ځوانانو او رضاکارانو ریاست په نوښت، کابل ښار کې د څلورو ښوونيزو مرکزونو (حصه اول، قلعه فتح‌الله، ارزان‌ قیمت او مرکز) ۲۴ تنه رضاکار ښوونکي د یو ورځني تفریحي او تشویقي پروګرام په موخه سره راټول او وستایل شول.

یاد پروګرام چې د چهلستون په تاریخي بڼ کې د تفریح او نظریاتو د تبادلې په یوې علمي ناستې سره پیل شو، په کې رضاکارو  ښوونکو د نوښتونو، تجربو او ښوونیزو لید لورو په اړه خپل نظرونه شریک کړل.

د پروګرام په پیل کې د ځوانانو او رضاکارانو رئیس ښاغلي مولوي عارف‌ الله منصور رضاکارو ښوونکو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د بې وزله کورنیو زده‌ کوونکو ته د زده‌کړې په برخه کې د هغوی د هڅو او زحمتونو ستاینه وکړه او ژمنه يې وکړه چې افغاني سره میاشت به د رضاکارو ښوونکو ملاتړ ته دوام ورکړي او د دوی په مټ به د بې وزله کورنیو د ماشومانو د زده کړو دا لړۍ همداسې جاري ساتي.

د یادونې وړ ده چې د رضاکارو ښوونکو د ستاینې، هڅونې او یو او بل سره د نظریاتو شریکولو په موخه پیل شوی پروګرام تر علمي بحث او خبرو وروسته پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۱۷:۳۴
Background image

د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون؛ له افغاني سرې مياشتې سره د بشري مرستو د پراختیا او مالي چارو ډيجيټلي کولو ته ژمن یو

دوشنبه، ۱۸ محرم الحرام ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن د افغانستان لپاره د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون له مرستیال ښاغلي احمد سلیمان سره د وروستیو سیلابونو له امله. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۱۵:۴۴
Background image

د افغاني سرې میاشتې رضاکار ښوونکي وستایل شول

کابل- دوشنبه، ۱۸ محرم الحرام ۱۴۴۷ 

د افغاني سرې میاشتې د ځوانانو او رضاکارانو ریاست په نوښت، کابل ښار کې د څلورو ښوونيزو مرکزونو (حصه اول، قلعه فتح‌الله، ارزان‌ قیمت او مرکز) ۲۴ تنه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۱۳:۲۱
Background image

Hot Meals Distributed to Flood-Affected Families in Deh Sabz, Kabul

Monday, July 14, 2025

In the late hours of last night, and under the direction of Vice President Hafiz Azizur Rahman, volunteers and staff of the ARCS distributed a total of 250 hot. . .

BACK TO NEWS