د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون؛ له افغاني سرې مياشتې سره د بشري مرستو د پراختیا او مالي چارو ډيجيټلي کولو ته ژمن یو

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۱۷:۳۴
د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون؛ له افغاني سرې مياشتې سره د بشري مرستو د پراختیا او مالي چارو ډيجيټلي کولو ته ژمن یو

دوشنبه، ۱۸ محرم الحرام ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن د افغانستان لپاره د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون له مرستیال ښاغلي احمد سلیمان سره د وروستیو سیلابونو له امله هېوادوالو ته د اوښتو زیانونو، د راستنېدونکو کډوالو د وضعیت او مالي سیستم د ډیجیټلي کولو برخه کې د همکارۍ په موخه ناسته وکړه.

کتنه کې د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلي عزیز الرحمن د نړیوال فدراسیون له دوامداره همکاریو مننه وکړه او د پېښځپلو د ستونزو او کړاوونو راکمولو برخه کې یې د نړیوال فدراسیون مرستې حیاتي وبللې.

نوموړي زیاته کړه، چې د هېواد په یو شمېر  سیمو کې د وروستیو سېلابونو او ګاونډیو هېوادونو څخه د کډوالو یو دمي راتګ له امله د بشري مرستو اړتیا ډېره شوې او زیانمن شوي هېوادوال پراخ ملاتړ او لاسنيوي ته اړتیا لري.

دغه راز ښاغلي عزیز الرحمن له نړیوال فدراسیون څخه د افغاني سرې میاشتې د مالي چارو د لا ښه تنظیم په موخه د مالي سیستم د ډیجیټلي کېدو برخه کې د مالي ملاتړ غوښتنه هم وکړه.

د ملي ټولنو د نړیوال فدراسیون مرستیال د افغاني سرې میاشتې له لوري کډوالو او پېښځپلو ته وړاندې کېدونکي خدمتونه وستایل او ژمنه یې وکړه چې د کډوالو، سېلاب ځپلو او اړمنو کورنیو د لاسنيوي ترڅنګ به د مالي سیستم د ډیجټلي کېدو برخه کې بشپړه همکاري کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۸:۲۳
Background image

سرپل کې له سېلاب‌ ځپلې کورنۍ سره د بېړني لاسنیوي په موخه نغدي مرسته وشوه

پنجشنبه، ۱۵ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د سرپل ولایت د صیاد ولسوالۍ په هجده بالا کلي کې له یوې هغې کورنۍ سره، چې د سختو ورښتونو له امله سېلاب‌ ځپلې وه، نغدي مرسته ترسره شوه. . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۸:۱۱
Background image

پکتیا کې د ساري ناروغیو د مخنیوي لپاره د کلینیکونو د آمرینو شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ بشپړ شو

پنجشنبه، ۱۵ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د سویل ختیځ ییز زون په کچه په پکتیا ولایت کې د ۵ ولایتونو د ثابتو کلینیکونو آمرینو ته د ساري ناروغیو تر عنوان لاندې شپږ ورځنی روزنیز. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۷:۴۱
Background image

هرات کې ۲ سېلاب ځپلې کورنۍ له نغدي مرستې برخمنې شوې

پنجشنبه، ۱۵ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ د سروستان په کلي کې ۲ سېلاب ځپلې کورنۍ له نغدي مرستې برخمنې شوې.

په مرسته کې یوه کورنۍ، چې ځاني او مالي. . .

BACK TO NEWS