د افغاني سرې میاشتې د ۲۰۲۶–۲۰۳۰ کلونو ستراتيژیک پلان د نهايي کولو په موخه دوه ورځنی ورکشاپ پیل شو

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۲:۲۷
د افغاني سرې میاشتې د ۲۰۲۶–۲۰۳۰ کلونو ستراتيژیک پلان د نهايي کولو په موخه دوه ورځنی ورکشاپ پیل شو

دوشنبه، ۲۲ رجب ۱۴۴۷
 د افغاني سرې میاشتې د بشري خدمتونو د تنظیم او ښو پایلو ترلاسه کولو په موخه، د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د ترتیب شوي ستراتیژیک پلان د نهایي کولو په پار، کابل کې دوه ورځنی ورکشاپ پیل شو.
یاد ورکشاپ د افغاني سرې میاشتې د عمومي رئیس ښاغلي شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور، د نوموړي مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن، د سکرتر جنرال مرستیالانو، سلاکارانو، د مرکزي ریاستونو، سیمه‌ییزو زونونو او ولایتي نماینده‌ګیو رئیسانو او د دې ادارې د کاري شریکانو په حضور کې د هېواد په کچه د خلکو د اړتیاوو، طبیعي پېښو ته د ځواب ویلو او احتمالي ناورینونو ته د رسېدنې برخه کې د اړونده مسؤولينو نظر اخيستلو په موخه جوړ شوی دی.
د ورکشاپ په پرانیست غونډه کې د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس په خپلو خبرو کې د ورکشاپ ګډونوالو ته تر ښه راغلاست وروسته وویل، افغاني سره میاشت د هېواد په کچه د اووه زونونو او ۳۴ نماینده ګیو له لارې زیانمنو شوو هېوادوالو ته د روغتیا، ځان بساینې او د هغوی ستونزو راکمولو برخه کې بېلابېل بشري خدمتونه وړاندې کوي. نوموړي زیاته کړه، افغاني سره مياشت د يوه قوي او پراخ بشري ځواک په لرلو سره د دې وړتيا لري؛ څو دا ستراتيژيک پلان په ښه او غوره شکل د هېواد په کچه پلی او د اړمنو، پېښځپلو، بې سرپرسته کورنيو لاسنيوى او د ناروغانو درملنه پر وخت او معياري توګه وکړي.
دغه راز ښاغلي دلاور څرګنده کړه، چې شفافيت، عدالت، ناپېيلتوب او ناپلوي د افغاني سرې مياشتې په لومړيتوبونو کې ځاى لري او له راستنو شوو کډوالو نېولې تر اړمنو، پېښځپلو او بې سرپرسته کورنيو د مرستو رسول له هر ډول توپير پرته ترسره کېږي. هغه ډاډ وړاندې کړ، چې د سوري زړه ناروغانو د روغتون چارې په ختمېدو دي، چې په کلنۍ توګه به په کې له دوه څخه تر درې زرو پورې ناروغانو تداوي کېږي.
له بل لوري د افغاني سرې میاشتې د سکرتر جنرال عملیاتي مرستیال ښاغلي مولوي روح الله عبدالسلام د ترتیب شوي ستراتیژيک پلان د پروسې په اړه هر اړخیز معلومات شریک کړل، د یاد پلان د جوړونې برخه کې یې د کاري شریکانو د هڅو مننه وکړه او د اړمنو، بې سرپرسته او زیانمنو کورنیو ستونزو ته د رسېدنې په موخه یې د دې پلان جوړېدل اغېزمن ګام یاد کړ.
په افغانستان کې د آی سي آر سي د عملیاتي چارو مسؤول ښاغلي چارلس سابګا په خپلو خبرو کې وویل، افغاني سره مياشت په افغانستان کې د يوه پياوړي هويت او قوي باور لرونکې ټولنه ده. پراخ جغرافيايي حضور، د کارکوونکو ژمنتيا او د رضاکارانو هڅو يې دا ځانګړى موقعيت ورکړى؛ څو د بېړنیو حالاتو پرمهال خلکو ته شفافې، پر وخت او اغېزمنې مرستې ورسوي. ښاغلي سابګا د افغاني سرې میاشتې لپاره د ستراتيژیک پلان شتون مهم وګاڼه او د بشري همکاریو د دوام ژمنه یې وکړه.
ورپسې په افغانستان کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون مسؤول ښاغلي حسام فیصل د افغاني سرې میاشتې د فعالیتونو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه، چې دا اداره له اوږدې مودې راهیسې د بشري خدمتونو برخه کې پیاوړې پاتې شوې او د اړمنو، زیانمنو او بې وسه کورنیو په ملاتړ او لاسنیوي کې یې مهم رول لوبولی دی. نوموړي ډاډ څرګند کړ، چې له افغاني سرې میاشتې سره د بشري مرستو د جلب او بشري دېپلوماسۍ برخه کې همکاریو ته دوام ورکوو؛ څو لا ډېرې منابع ترلاسه او د زیات شمېر اړمنو او پېښځپلو کورنیو ملاتړ او لاسنیوي وشي.
 یاد ورکشاپ چې دوه ورځې به دوام وکړي، په کې به د کاري شریکانو، مرکزي، سیمه ییزو او ولایتي مسؤولینو لیدلوري او نظرونه واخیستل شي؛ څو داسې یو جامع او هر اړخیز پلان ترتیب شي، چې تېرې نیمګړتیاوې په کې پوره او د هېواد په کچه د اړمنو، پېښځپلو، یتیمانو، ناروغانو، بې سرپرسته او سوالګرو کورنیو ستونزو او اړتیاوو ته ځواب ویونکی وي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۸ - ۹:۵۶
Background image

کابل؛ د ګرځنده روغتیايي ټیمونو لپاره د درملو د معقول استعمال پنځه ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

شنبه، ۶ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د ګرځنده روغتیايي ټیمونو د ډاکټرانو او فارمسسټانو لپاره د درملو د معقول استعمال تر عنوان لاندې پنځه ورځنی روزنیز ورکشاپ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۸ - ۴:۲۳
Background image

سرپل؛ تېره یوه میاشت کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې

شنبه، ۶ ربیع الآخر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د سرپل ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۵۱۹۰ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو درملو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۹:۲۴
Background image

ارزګان؛ د اورلګېدنې له امله زیانمنې کورنۍ ته غیر خوراکي توکي ورکړل شول

پنجشنبه، ۴ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري په ارزګان ولایت کې د اورلګېدنې له امله یوې زیانمنې کورنۍ ته غیر خوراکي توکي ورکړل شول.

په دې مرسته کې یادې کورنۍ ته د بېړنیو. . .

BACK TO NEWS