د افغاني سرې میاشتې د رهبرۍ او کاري شريکانو ترمنځ د همغږۍ د کچې لوړولو او بشري مرستو د جلب په موخه انلاين ناسته ترسره شوه!

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۶ - ۱۷:۴۸
خبر

د افغاني سرې میاشتې د رهبرۍ او کاري شريکانو ترمنځ د همغږۍ د کچې لوړولو او بشري مرستو د جلب په موخه انلاين ناسته ترسره شوه!

 د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شيخ الحديث شهاب الدين دلاور، د نوموړي مرستيال ښاغلي حافظ عزيز الرحمن او سرپرست سکرتر جنرال ښاغلي مولوي روح الله عبدالسلام ددې خيريه ملي ټولنې په مرکزي دفتر کې په افغانستان کې د نړيوال فدراسيون د مسٸول ښاغلي احمد سليمان او د ستراتيژيکي همغږۍ او دېپلوماسۍ د مسٸولې اغلې هُما نادر په شتون کې د  ۴۷ نړيوالو کاري شريکانو سره نن چهارشنبه د رمضان میاشتې پر ٢۶مه، د انلاين ناستې په ترڅ کې له افغاني سرې مياشتې د دوامداره ملاتړ، د همغږۍ د کچې لوړولو، اړمنو، بې سرپرسته کورنيو، ناروغانو او راستنېدونکو کډوالو د لاسنيوي په پار د بشري مرستو د جلب او يو شمېر نورو مهمو موضوعاتو په تړاو کتنه وکړه.
د ناستې په پيل کې سرپرست عمومي رئیس د افغاني سرې مياشتې له لوري د هېواد په کچه د ترسره کېدونکو بشرپالو، روغتيايي او ښوونيزو فعاليتونو په اړه تفصيلي معلومات وړاندې کړل او زياته يې کړه چې د تېرو څو لسيزو ناخوالو او اقتصادي ستونزو له امله افغان ولس ډېر زيانمن شوى او د ملي ټولنو او نړيوالو کاري شريکانو په شمول دا زمونږ ګډ مسٸوليت دى څو د افغان وګړو پراخ لاسنيوى وکړو.
دا راز ښاغلي دلاور له کاري شريکانو د مرستونونو، روغتيايي ثابتو کلينيکونو او ګرځنده ټيمونو د پراختيا، د سوري زړه پر رنځ د اخته ناروغانو د درملنې، راستنيدونکو کډوالو ته د بېرنيو مرستو د چمتو کولو او بې سرپرسته کورنيو ته د دوى د ځان بسياينې په موخه د کوچنيو کاروبارونو د رامنځته کولو په برخه کې د ملاتړ غوښتنه وکړه او ډاډ يې ورکړ چې مرستې به مو په پوره شفافيت تر مستحقو وګړو رسوي.
ورپسې په افغانستان کې د آى سي آر سي نړيوالې کمېټې، نړيوال فدراسيون او په ناسته کې د ګډونوالو ملي ټولنو استازو د افغاني سرې مياشتې د بشرپاله فعاليتونو ستاينه وکړه او له دې خيريه ملي ټولنې يې د دوامداره ملاتړ په تړاو د ژمنتيا څرګندولو  ترڅنګ ډاډ ورکړ چې د سرپرست عمومي رئیس له لوري وړاندې شويو موضوعاتو ته د رسېدنې په برخه کې به خپلې ګډې هڅې او همکارۍ و نه سپموي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۲:۱۲
Background image

سمنګان؛ تېرو ۳۰ ورځو کې زرګونو هېوادوالو ته پراخ روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي دي

يکشنبه، ١١ جمادى الأولى ١۴۴٧
د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتيايي کارکوونکو د سمنګان ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٣٤٢٦ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۷:۲
Background image

کندز کې پر ۵۰ بې سرپرسته مېرمنو نغدي مرسته ووېشل شوې

شنبه، ۱۰ جمادی الأولی ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندز ښار اړوند د بېلابېلو ناحيو پر ۵۰ اړمنو او بې سرپرسته مېرمنو اته سوه پنځه ویشت زره (۸۲۵،۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه، چې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۶:۴۷
Background image

تېره يوه اونۍ؛ افغاني سرې میاشتې څه باندې پنځه زره زده‌کوونکو ته د زده کړو زمينه برابره کړې ده

شنبه، ١٠ جمادى الأولى ۱۴۴٧
افغاني سرې میاشتې په تېره يوه اونۍ کې د ټول هېواد په کچه د ځوانانو او رضاکارانو د  ۳٧ ښوونیزو مرکزونو له لارې په ټوله کې ٥١٢١ تنه زده کوونکو ته په بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS