د افغاني سرې مياشتې مرستيال تورخم عمري پنډغالي کې د ختيځ زون په کچه د اسکان دايمي کمېټې په غونډه کې ګډون وکړ!

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۳ - ۱۲:۴۷
خبرونه

د افغاني سرې مياشتې مرستيال تورخم عمري پنډغالي کې د ختيځ زون په کچه د اسکان دايمي کمېټې په غونډه کې ګډون وکړ!

نن سه شنبه د ذوالقعدې مياشتې پر ۱۵ مه، د افغاني سرې مياشتې مرستيال ښاغلي حافظ عزيز الرحمن ننګرهار ولايت د تورخم  عمري پنډغالي ته په ورتګ د ختيځ زون په کچه د اسکان دايمي کمېټې د مشر ( د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ښاغلي ملا نور الله نوري) او نورو غړو په شتون کې د همغږۍ په غونډه کې ګډون وکړ.

ناسته کې د راستنېدونکو کډوالو لپاره د ختيځ زون په کچه د جوړيدونکو ښارګوټو د چارو د چټکتيا، ستونزو د حل او د کمېټې د غړو ترمنځ د ښې او غوره همغږۍ په رامنځته کولو بحث ترسره او د اړونده موضوعاتو په تړاو لازم تصاميم ونيول شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۵:۴۳
Background image

کابل؛ افغاني سرې میاشتې او ډنمارک سره صلیب د بشري همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

سې‌ شنبه، ۲۸ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې مرستیال، حافظ عزیزالرحمن، د ډنمارک سره صلیب د پروګرامونو او ستراتیژۍ له سلاکارې تینا اګرباک سره وکتل او د دواړو بنسټونو ترمنځ یې د بشري. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۷:۳۱
Background image

کابل؛ د مالي محاسبې شپږ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

دوشنبه، ۲۷ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د مالي ریاست، کنټرول آمریت او مرکزي روغتون ٢٠ تنو کارکوونکو ته د مالي محاسبې شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ د تصدیق‌ پاڼو په وېشلو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۴:۱۲
Background image

کابل؛ د رسنیو د څار درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

یکشنبه، ۲۶ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د اطلاعاتو او خپرونو ریاست له لوري د سیمه‌ ییزو دفترونو، نماینده‌ګیو او مرکزي دفتر نشراتي کارکوونکو لپاره د رسنیو د څار او نقشې جوړونې په اړه. . .

BACK TO NEWS