د افغاني سرې مياشتې سرپرست عمومي رئيس او د ترکيې سرې مياشتې استازي په ګډه هرات کې د بشپړو شويو رغنيزو چارو ليدنه وکړه!

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۸ - ۱۴:۱۴
خبرونه

د افغاني سرې مياشتې سرپرست عمومي رئيس او د ترکيې سرې مياشتې استازي په ګډه هرات کې د بشپړو شويو رغنيزو چارو ليدنه وکړه!

نن سه شنبه د رجب د میاشتې پر ۶مه، د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور او د ترکیې د سرې میاشتې د سکرتر جنرال مرستیال ښاغلي محمد شکرو هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د لویدیځ سمیه ییز زون له روغتیایي مرکز، مرستون او د رواني ناروغانو د درملنې او پالنې له ودانۍ څخه، چې د ترکیې د سرې میاشتې په مالي مرسته یې د بیارغونې چارې بشپړې شوې دي، لیدنه وکړه.
 ښاغلي دلاور د ترکیې د سرې میاشتې له هر اړخيزې همکارۍ او ملاتړ څخه د مننې ترڅنګ د رواني ناروغانو درملنه، بې سرپرستو مېرمنو او د اړمنو افغانانو د لاسنیوي برخه کې د ترکیې سرې میاشتې د سکرتر جنرال له مرستیال څخه د مرستو د دوام او پراختیا غوښتنه وکړه او د افغانستان او ترکیې ترمنځ دوه اړخيزې اړیکې یې د اسلامي اخوت پر بنسټ مهمې او اغیزمنې وبللې.
ورپسې د ترکیې د سرې میاشتې استازي یاده لیدنه کې د افغاني سرې میاشتې له لوري د ترسره کېدونکو خدماتو ستاینه وکړه او دې برخه کې یې د پوره همکارۍ ډاډ څرګند کړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۶:۱۸
Background image

بدخشان؛ تېره یوه میاشت کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې

چهارشنبه، ۱۰ ربیع الآخر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د بدخشان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۴۶۷۹ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۳:۱۵
Background image

کونړ؛ د وروستۍ بمبارۍ د دوو قربانیانو له کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه

سې شنبه، ۹ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت په نورګل ولسوالۍ کې د وروستۍ بمبارۍ د دوو قربانیانو له کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه.

د بمبارۍ له امله. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۲:۴۶
Background image

جوزجان؛ د اورلګېدنې له امله زیانمنې کورنۍ ته بېړنۍ مرسته ورکړل شوه

دوشنبه، ۸ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د جوزجان ولایت د مرکز شبرغان ښار په مصر آباد کلي کې د اورلګېدنې له امله یوې زیانمنې کورنۍ ته بېړنۍ مرسته ورکړل شوه.

په دې مرسته. . .

BACK TO NEWS