دایکندي کې زرګونه ناروغان د افغاني سرې مياشتې له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي
چهارشنبه، ۲۱ صفر ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د دایکندي ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۱۷۵۴ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو درملو د ورکړې، ټپونو د پانسمان، واکسینونو د تطبیق، روغتیايي سلا مشورو او خوارځواکو ماشومانو ته د درملنې خدمتونه وړاندې کړي دي. سربېره پر دې، ۲۲۴ تنو ته د مور او ماشوم د روغتیا اړوند خدمتونه هم ترسره شوي دي.
