دایکندي ولايت کې ۸۴۱۶ تنه وګړو ته روغتیایي خدمات وړاندې شوي.

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۳ - ۱۵:۷
خبرونه

دایکندي ولايت کې ۸۴۱۶ تنه وګړو ته روغتیایي خدمات وړاندې شوي.

د افغاني سرې مياشتې روغتيايې کار کوونکو د دایکندي ولايت په بېلابېلو سيمو کې د تېرې يوې مياشتې په ترڅ کې ۳۰۳۴ تنو ته د کتنې ترڅنګ د اړتیا وړ درمل ورکړي؛ د ۲۱۷ تنو ټپیانو پانسمان، ۴۲۳ مېرمنو او ماشومانو ته د بیلا بیلو ناروغیو د مخنیوي په برخه کې د واکسینونو تطبیق، ۴۵۵۹ کسانو ته د روغتیا ساتنې په تړاو اړینې مشورې، ۷۸ مېرمنو ته د زیږون په برخه کې خدمات، ۲ خوارځواکو ماشومانو ته د خوارځواکۍ اړوند خوراکي توکي او ۱۰۳ تنو مېرمنو ته د کورني تنظیم د چمتووالي په برخه کې لازمې مشورې هم ورکړې دي.

====================================

ارائه خدمات صحی برای ۸۴۱۶ تن در ولایت دایکندی

هلال احمر افغانی از طریق کارمندان صحی خویش طی یک ماه گذشته برای ۳۰۳۴ تن در مناطق مختلف ولایت دایکندی پس از معاینات ادویه لازم فراهم نموده اند. ۲۱۷ مجروح پانسمان و برای ۴۲۳ زن و کودک جهت جلوگیری از بیماری های مختلف واکسین تطبیق شدهږ نیز برای ۴۵۵۹ تن در مورد حفظ الصحه مشوره های صحی لازم ارائه و برای ۷۸ زن خدمات نسایی ولادی صورت گرفته و برای ۲ کودک مبتلا به سوء تغذی مواد غذایی مخصوص فراهم شده.
همچنین برای ۱۰۳ زن در مورد تنظیم امور خانواده گی مشوره های لازم ارائه شده است.
https://whatsapp.com/channel/0029VakrM9TIt5ror2mYP43x

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

پکتیا کې د درې میلیونه افغانیو په ارزښت رغنیزې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

پنجشنبه، ۱۶ ربیع الآخر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیا ولایت په ډنډِ پټان ولسوالۍ کې د درې میلیونه افغانیو په ارزښت د کار په بدل کې د پیسو د ورکړې پروژه، چې موخه یې د ۲۹۲ مترو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۷ - ۱۴:۵۰
Background image

د افغاني سرې میاشتې مشرتابه د مرکزي ریاستونو د مسئولینو سره مشورتي ناسته وکړه

پنجشنبه، ۱۶ ربیع الآخر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د نوموړي مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن، د سکرتر جنرال عملياتي مرستیال ښاغلي مولوي روح. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۶ - ۱۸:۱
Background image

بغلان کې پر اړمنو بزګرانو څه کم ۱۶ میلیونه افغانۍ ووېشل شوې

چهارشنبه، ۱۵ ربیع الآخر ۱۴۴۷
د افعاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت په نهرین ولسوالۍ کې د وچکالۍ له امله له ۶۲۵ اغېزمنو شوو بزګرانو سره په ټوله کې پنځلس میلیونه او شپږ سوه پنځه ویشت. . .

BACK TO NEWS