خبرتیا!

Website_admin
خبرتیا!

افغاني سره میاشت غواړي په (۲۲۳۷۲.۷۷) متر ځمکه کې له سکېج سره سم یو باب دوه پوړه ودانۍ، چې لومړی پوړ یې د صالون په بڼه او دویم پوړ یې د درې خونو لرونکی دی، یو باب دوه پوړه ودانۍ چې هر پوړ یې د پېنځه خونو (اتاقونو)، دوه تشنابونو او یوه پخلنځي لرونکې ده، د صالون په بڼه یو باب یو پوړه ودانۍ، یو باب یو پوړه ودانۍ چې د درې خونو او یوه تشناب لرونکې ده، یو باب یو پوړه ودانۍ چې د دوه خونو او یوه تشناب لرونکې ده، درې بابه لوی په وسپنه پوښل شوي ګودامونه او یو باب د موټرو د پارکنګ لوی ګراج؛  له شرط لیک سره سم د داوطلبۍ له لارې د پېنځو کلونو لپاره په میاشتۍ کرایه ورکړي. ټول هغه سوداګریز شرکتونه چې په دې برخه کې فعالیت ترسره کوي؛  کولای شي د تړون په موخه خپل غوښتنلیکونه د افغاني سرې میاشتې د لوژیستیک او تدارکاتو ریاست ته وسپاري او خپله د اعلان له خپرېدو وروسته تر ۱۴ ورځو مراجعه وکړي، د ګډون د حق پیسې ۱۰۰۰ افغانۍ دي، چې نغدې اخیستل کېږي.

پته:  کابل، پېنځمه ناحیه، افشار سیلو، د افغاني سرې میاشتې مرکزي دفتر

آخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۹ - ۱۴:۸
Background image

خبرتیا!

په پام کې ده افغاني سره میاشت مرکزي دفتر ته څېرمه (۸۹۹۵.۹۰) متره ځمکه د کرایې ورکولو په موخه له اسکېج سره سم داوطلبۍ ته وسپارې. ټول هغه سوداګریز، ودانیز او لوژستیکي شرکتونه، چې په . . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۹ - ۸:۵۹
Background image

خبرتیا!

په پام کې ده افغاني سره میاشت د ۱۴۰۲ لمریز کال د وري (حمل) پر ۱۲مه ۸ عرادې له کاره لوېدلي موټر، یو درې ټیره موټرسایکل او ۱۳۹۸ قلمه داغمه توکي د لیلام له قانون سره سم د مزایدې په بڼه و . . .

یکشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۱ - ۱۹:۱۵
Background image

خبرتیا!

په پام کې ده افغاني سره میاشت د مرکزي دفتر اړوند کې د کابل مرستون ته څېرمه د دارالمجانین (لېونتون) د احاطې دېوال له نقشې او ځانګړنو سره سم داوطلبۍ ته وسپارې.

له ټولو هغو ودانیز شرکتونو . . .

Back to announcements