خبرتیا!
افغاني سره میاشت غواړي په (۲۲۳۷۲.۷۷) متر ځمکه کې له سکېج سره سم یو باب دوه پوړه ودانۍ، چې لومړی پوړ یې د صالون په بڼه او دویم پوړ یې د درې خونو لرونکی دی، یو باب دوه پوړه ودانۍ چې هر پوړ یې د پېنځه خونو (اتاقونو)، دوه تشنابونو او یوه پخلنځي لرونکې ده، د صالون په بڼه یو باب یو پوړه ودانۍ، یو باب یو پوړه ودانۍ چې د درې خونو او یوه تشناب لرونکې ده، یو باب یو پوړه ودانۍ چې د دوه خونو او یوه تشناب لرونکې ده، درې بابه لوی په وسپنه پوښل شوي ګودامونه او یو باب د موټرو د پارکنګ لوی ګراج؛ له شرط لیک سره سم د داوطلبۍ له لارې د پېنځو کلونو لپاره په میاشتۍ کرایه ورکړي. ټول هغه سوداګریز شرکتونه چې په دې برخه کې فعالیت ترسره کوي؛ کولای شي د تړون په موخه خپل غوښتنلیکونه د افغاني سرې میاشتې د لوژیستیک او تدارکاتو ریاست ته وسپاري او خپله د اعلان له خپرېدو وروسته تر ۱۴ ورځو مراجعه وکړي، د ګډون د حق پیسې ۱۰۰۰ افغانۍ دي، چې نغدې اخیستل کېږي.
پته: کابل، پېنځمه ناحیه، افشار سیلو، د افغاني سرې میاشتې مرکزي دفتر