تخار!

طبيعي او غیرطبيعي پیښځپلو ته پر وخت ځان رسول د افغاني سرې میاشتې له لومړیتوبونو ګڼل کیږي! د افغاني سرې میاشتې له لورې هېواد کې د وروستۍ زلزلزلې وروسته تخار ولایت کلفګان ولسوالۍ کې ۹۶ سروې شویو کورنیو له ډلې ۱۷ زلزله ځپلو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وشوه. یاده مرسته کې ۴ بابه خیمې، ۱۱۹ کمپلې، ۳۴ اوبو بوشکې، ۱۷ روغتیایې کیټونه، ۱۷ جمپرې، ۱۷ کیلو چای، ۱۱۹ چکۍ صابون، ۱۷ پاکټه کالیو مینځلو پوډر او ۱۷ پاکټه مکروني شامل وو.
