بهر مېشتو افغان علمي شخصيتونو د افغاني سرې مياشتې د بشرپاله فعاليتونو د ملاتړ ډاډ څرګند کړ!

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۸:۳۵
خبر

بهر مېشتو افغان علمي شخصيتونو د افغاني سرې مياشتې د بشرپاله فعاليتونو د ملاتړ ډاډ څرګند کړ!

 یو شمیر بهر میشتو افغان علمي شخصيتونو د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې له سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور سره د هیواد په کچه د يو شمېر موضوعاتو په اړه د بحث ترڅنګ د اړمنو او بې وزلو افغانانو د لاسنيوي په پار د مرستو د جذب او د افغاني سرې میاشتې د بشرپاله فعاليتونو د ملاتړ په موخه نن یکشنبه د شوال میاشتې پر ۲۲مه، ناسته وکړه.
ناسته کې د هېواد په روان وضعیت او د افغاني سرې میاشتې د  فعالیتونو په اړه د هر اړخيز بحث ترڅنګ بهر مېشتو افغان علمي شخصيتونو د افغاني سرې میاشتې د بشرپاله خدماتو ستاينه وکړه او ددې خيريه ملي ټولنې د ملاتړ په برخه کې يې په بهر کې د مرستو  د جلب په اړه هيله څرګنده کړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۱۵:۱۶
Background image

لغمان ولایت د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه  زده کوونکي فارغ شول!

لغمان ولایت د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه  زده کوونکي فارغ شول!

نن دوشنبه د شوال د میاشتې پر ۲۳مه، د افغاني سرې میاشتې له لوري د لغمان ولایت د ځوانانو او رضاکارانو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۱۴:۴۱
Background image

افغاني سرې میاشتې او د نړیوال فدراسیون مسٸولینو ترمنځ په مالي مسايلو کې د شته ستونزو حل او لا ښه والي په موخه ناسته وشوه!

افغاني سرې میاشتې او د نړیوال فدراسیون مسٸولینو ترمنځ په مالي مسايلو کې د شته ستونزو حل او لا ښه والي په موخه ناسته وشوه!

نن دوشنبه د شوال میاشتې پر ۲۳مه، د افغاني سرې میاشتې سرپرست. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۱۴:۱۴
Background image

‏خوست ولایت کې  ٣٩٢ تنه زده کونکو ته ښوونیز خدمات!

‏خوست ولایت کې  ٣٩٢ تنه زده کونکو ته ښوونیز خدمات!

 د ‎افغاني سرې میاشتې اړوند د خوست ولایت د ځوانانو او رضاکارانو ښوونیز مرکز کې د تېرو ۳ میاشتو په ترڅ کې ٣٩٢ زده کوونکو ته د اسلامي. . .

BACK TO NEWS