بلخ کې له ۱۵۰ زلزله ځپلو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۷:۳۴
بلخ کې له ۱۵۰ زلزله ځپلو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

شنبه، ۲۴جمادی الأولی ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د بلخ ولایت د البرز ولسوالۍ د بېلابېلو کلیو له ۱۵۰ زلزله ځپلو کورنیو سره د بشري خواخوږۍ او مالي ملاتړ په موخه یو میلیون او پنځه سوه پنځه اویا زره (۱،۵۷۵،۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته وشوه، چې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.
د یادونې وړ ده، چې تېره ورځ هم د یاد ولایت په کشنده ولسوالۍ کې پر ۳۵۰ زلزله ځپلو کورنیو درې میلیونه او شپږ سوه پنځه اویا زره افغانۍ نغدي او پر ۲۵۰ کورنیو څلور قلمه د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وېشل شوې وه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۷:۳۴
Background image

بلخ کې له ۱۵۰ زلزله ځپلو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

شنبه، ۲۴جمادی الأولی ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د بلخ ولایت د البرز ولسوالۍ د بېلابېلو کلیو له ۱۵۰ زلزله ځپلو کورنیو سره د بشري خواخوږۍ او مالي ملاتړ په موخه یو میلیون او پنځه سوه. . .

جمعه ۱۴۰۴/۸/۲۳ - ۱۷:۴۶
Background image

سمنګان کې پر ۳۰۰ زلزله ځپلو کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه

جمعه، ۲۳ جمادی ‌الأولی ۱۴۴۷
د ‎افغاني سرې مياشتې عمومي رئیس، ښاغلي شيخ الحديث شهاب الدين دلاور له مل پلاوي سره شمال زون ته د خپل سفر په ترڅ کې د سمنګان ولایت په فېروزنخچیر ولسوالۍ کې. . .

جمعه ۱۴۰۴/۸/۲۳ - ۱۷:۳۰
Background image

عمومي رئيس د بلخ والي سره زلزله ځپلو ته د مرستو په تړاو د همغږۍ ناسته وکړه

جمعه، ۲۳ جمادی الأولی ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس، ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د مل پلاوي سره شمال زون ته د سفر په ترڅ کې د بلخ ولایت له والي ښاغلي حاجي محمد یوسف وفا سره. . .

BACK TO NEWS