بلخ ولایت کې پر ۶۵۰ پېښځپلو کورنیو ۱۹،۵۰۰،۰۰۰ نولس میلیونه پنځه سوه زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۸ - ۱۴:۲۶
خبرونه

بلخ ولایت کې پر ۶۵۰ پېښځپلو کورنیو ۱۹،۵۰۰،۰۰۰ نولس میلیونه پنځه سوه زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

نن دوشنبه د جمادي الأولی د میاشتې پر ۱۶مه، د افغاني سرې میاشتې له لوري د آى سي آر سي نړيوالې کمېټې په مالي ملاتړ د بلخ  ولایت په بلخ ولسوالۍ کې له ۶۵۰ اړمنو او پېښځپلو کورنیو سره، د افغاني سرې میاشتې د اطلاعاتو او خپرونو د رئیس ښاغلي مولوي مدثر همراز او د بلخ ولایت د نمایندګۍ د رئیس ښاغلي قاري محمد یونس معصومي په شتون کې په ټولیزه توګه نولس میلیونه او پنځه سوه زره (۱۹،۵۰۰،۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه، چې هرې کورنۍ ته ۳۰،۰۰۰ افغانۍ وسپارل شوې.
د یادې مرستې د وېش پر مهال د بلخ ولایت د نمایندګۍ رئیس په خپلو خبرو کې د دې ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د نغدو پيسو د وېش په تړاو د تفصیلي وینا په ترڅ کې یادونه وکړه، چې د یادو تثبیت شوو اړمنو او پېښځپلو د ثبت او پېژندنې په برخه کې بشپړ شفافیت په پام کې نیول شوی.
نوموړي د ژمي د موسم په را رسېدو دا ډول نغدي مرستې اغېزمنې وګڼلې او زياته يې کړه چې افغاني سره مياشت د يوې بشرپالې ملي ټولنې په توګه د ټول هېواد په کچه د اړمنو، بې سرپرسته او پېښځپلو د لاسنيوي په پار دوامداره هڅې کوي.
د یادونې وړ ده، چې د یادې نغدي مرستې وېش به په نږدې ورځو کې په فاریاب، بغلان، بدخشان او ننګرهار ولایتونو کې هم ترسره شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۷:۱۹
Background image

پکتیا کې پر ۶۰۰ بېځایه شویو کورنیو خوراکي او غیر خوراکي مرسته ووېشل شوه

سې شنبه، ۱۳ شوال ۱۴۴۷

افغاني سرې میاشتې د پکتیا ولایت په ځاځي آریوب ولسوالۍ کې پر ۶۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ووېشله.

په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۸. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۷:۶
Background image

خوست کې ۱،۰۰۰ داخلي بېځایه شوې کورنۍ له ۱۵ میلیونه افغانیو برخمنې شوې

سې شنبه، ۱۳ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې مياشتې له لوري د خوست ولایت په علیشېرو ولسوالۍ کې ۱،۰۰۰ داخلي بېځایه شوې کورنۍ له ۱۵ میلیونه افغانیو نغدي مرستې برخمنې شوې.

په مرسته کې هرې کورنۍ ته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۸:۵۰
Background image

ميدان وردګ؛ زرګونو ناروغانو ته معاينه، درمل او روغتيايي مشورې ورکړل شوې دي

سې شنبه، ١٣ شوال ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د ميدان وردګ ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ١٨٣٠ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

BACK TO NEWS