بلخ ولایت کې پر ۶۵۰ پېښځپلو کورنیو ۱۹،۵۰۰،۰۰۰ نولس میلیونه پنځه سوه زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۸ - ۱۴:۲۲
خبرونه

بلخ ولایت کې پر ۶۵۰ پېښځپلو کورنیو ۱۹،۵۰۰،۰۰۰ نولس میلیونه پنځه سوه زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

نن دوشنبه د جمادي الأولی د میاشتې پر ۱۶مه، د افغاني سرې میاشتې له لوري د آى سي آر سي نړيوالې کمېټې په مالي ملاتړ د بلخ  ولایت په بلخ ولسوالۍ کې له ۶۵۰ اړمنو او پېښځپلو کورنیو سره، د افغاني سرې میاشتې د اطلاعاتو او خپرونو د رئیس ښاغلي مولوي مدثر همراز او د بلخ ولایت د نمایندګۍ د رئیس ښاغلي قاري محمد یونس معصومي په شتون کې په ټولیزه توګه نولس میلیونه او پنځه سوه زره (۱۹،۵۰۰،۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه، چې هرې کورنۍ ته ۳۰،۰۰۰ افغانۍ وسپارل شوې.
د یادې مرستې د وېش پر مهال د بلخ ولایت د نمایندګۍ رئیس په خپلو خبرو کې د دې ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د نغدو پيسو د وېش په تړاو د تفصیلي وینا په ترڅ کې یادونه وکړه، چې د یادو تثبیت شوو اړمنو او پېښځپلو د ثبت او پېژندنې په برخه کې بشپړ شفافیت په پام کې نیول شوی.
نوموړي د ژمي د موسم په را رسېدو دا ډول نغدي مرستې اغېزمنې وګڼلې او زياته يې کړه چې افغاني سره مياشت د يوې بشرپالې ملي ټولنې په توګه د ټول هېواد په کچه د اړمنو، بې سرپرسته او پېښځپلو د لاسنيوي په پار دوامداره هڅې کوي.
د یادونې وړ ده، چې د یادې نغدي مرستې وېش به په نږدې ورځو کې په فاریاب، بغلان، بدخشان او ننګرهار ولایتونو کې هم ترسره شي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۱/۲۲ - ۱۶:۱
Background image

تورخم کې په تېرو دوه ورځو کې ۱۶۶۰ تنه کډوالو ته روغتيايي خدمات وړاندې شوي!

تورخم کې په تېرو دوه ورځو کې ۱۶۶۰ تنه کډوالو ته روغتيايي خدمات وړاندې شوي!

 د افغاني سرې مياشتې روغتياپالانو د تورخم په عمري پنډغالي کې له پاکستانه را ستنو شويو ۱۶۶۰ تنه کډوالو ته په. . .

جمعه ۱۴۰۴/۱/۲۲ - ۱۲:۲۳
Background image

د کابل ولایت د ځوانانو او رضاکارانو په ښوونیز مرکز کې له زده کوونکو آزموینه واخیستل شوه!

د کابل ولایت د ځوانانو او رضاکارانو په ښوونیز مرکز کې له زده کوونکو آزموینه واخیستل شوه!

نن پنجشنبه د شوال د میاشتې پر ۱۲مه، د افغاني سرې میاشتې له لوري د کابل ولایت د ځوانانو او. . .

جمعه ۱۴۰۴/۱/۲۲ - ۱۲:۲۰
Background image

تورخم کې د راستنېدونکو کډوالو کورنیو ته لنډ مهالې سرپناه برابرولو په موخه  ۳۰۰ خېمې نصب شوې!

تورخم کې د راستنېدونکو کډوالو کورنیو ته لنډ مهالې سرپناه برابرولو په موخه  ۳۰۰ خېمې نصب شوې!

نن پنجشنبه د شوال د میاشتې پر ۱۲مه، د افغاني سرې میاشتې مقام د حکم پر اساس د ننګرهار ولایت. . .

BACK TO NEWS