افغاني سرې میاشتې په تیره میاشت کې په هلمند ولایت کې بیلابیل روغتیایي خدمتونه کړي دي

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۵ - ۱۰:۱۷
خبرونه

فغاني سرې میاشتې د تېرې یوې میاشتې په لړ کې د هلمند ولایت په اړوندو سیمو کې ۱۲۴۶۴ وګړو ته روغتیایي خدمات وړاندې کړي.
روغتياپالانو په یاده موده کې ۵۸۰۶ تنو ته د کتنې ترڅنګ د اړتیا وړ درمل ورکړي، د ۱۰۳ تنو ټپیانو پانسمان شوى، ۲۵۲۲ مېرمنو او ماشومانو ته د بېلا بېلو ناروغیو د مخنیوي په برخه کې واکسینونه تطبیق شوي، ۲۸۲۵ کسانو ته د روغتیا ساتنې په تړاو اړینې مشورې ورکړل شوي، ۷۴۶ مېرمنو ته د زېږون په برخه کې خدمات وړاندې شوي، ۲۵۴ خوارځواکو ماشومانو ته د خوارځواکۍ اړوند خوراکي توکي او ۲۰۸ تنو مېرمنو ته د کورني تنظیم د چمتوالي په برخه کې لازمې مشورې هم ورکړل شوي دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۲:۴۶
Background image

جوزجان؛ د اورلګېدنې له امله زیانمنې کورنۍ ته بېړنۍ مرسته ورکړل شوه

دوشنبه، ۸ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د جوزجان ولایت د مرکز شبرغان ښار په مصر آباد کلي کې د اورلګېدنې له امله یوې زیانمنې کورنۍ ته بېړنۍ مرسته ورکړل شوه.

په دې مرسته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۲:۴۰
Background image

پکتیکا؛ د اوبو مدیریت او د خلکو د اقتصادي ملاتړ په موخه د ۳ میلیونه افغانیو پروژه پیل شوه

دوشنبه، ۸ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ په منګړیتي سیمه کې د ۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د کار په بدل کې د نغدو پیسو پروژه پیل شوه.

د دغې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۸ - ۹:۵۶
Background image

کابل؛ د ګرځنده روغتیايي ټیمونو لپاره د درملو د معقول استعمال پنځه ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

شنبه، ۶ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د ګرځنده روغتیايي ټیمونو د ډاکټرانو او فارمسسټانو لپاره د درملو د معقول استعمال تر عنوان لاندې پنځه ورځنی روزنیز ورکشاپ. . .

BACK TO NEWS